Dec 27, 2023 07:21 Asia/Kabul
  • په نیجریه کې  د وسلوالې  حملې  د وژل شوو کسانو شمر نوره هم زیات شوی

د نیجریه ځای  سرچینو راپور ورکړی، ددغه هیواد  به مرکز پلاټو ولایت کې   په وروستیو  وسلوالو حملو کې د وژل شوو کسانو شمیر   چې ۱۸۳ ښودل شوی ؤ، اوس  څه دپاسه درو سوو ته رسیدلی دی.

 فرانس پریس خپری ا ژآنس راپور ورکړ،  له دې مخکې  د پلاټو ولایت  یوه ځاي چارواکي  مادي کاسا  پرون وئيلي وو چې په دغو سیمو د وسلوالو  کسانو په حملو کې  د وژل شوو کسانو شمیر  یو سل دیر او د  ټپیان شمیر هم درو سوو تنو ته رسیدلی دی

مانادی کاسا وئیلی وو،  وسلوالو سانو  په پلاټو ایالت ې  دشنبې ورځې له سهار راهسې پر یو شمیر سیمو ناتار جوړ کړی چې تر دوشنبې سهار پورې ئې دوام درلودلی دی.

د بخښنې  نړیوالې  ادارې  په ایکس پاڼې کې  لیکلي دي ، د نیجریه چارواکو تل  په پلاټو ایالت کې د  بیا بیا وسلوالو حمول  دختمیدا لپاره  پخپلو هلوځلو کې ماتې خوړلي دي.

د نیچریه  مرکزي ،  او لودیځي سیمو اوسیدونکي  کلونو کلونه کیږي چې  د وسلوالو ډلو او جنایتکارو  چینلونو  په وسیله  له دوامدارو حملو  څخه په ویرې او وحشی کې ژوند کوي  چې  د  هغوی کلی  چورتالان کوي او اوسیدونکي ئې هم په ټګه وژني  او یا ئې برمته کوي.

دنیجریه  شمال او مرکزی سیمې   له ډیرو ناوړه خوراکی ناامنیو سره هم مخ دي په دې توګه چې دپوځ او وسلوالو ډلو ټپلو  او ترهه ګرو ترمینځ په تیرو څوارلسو کلونو کې  په نښتو کې په میلیونونو کسان چې ل هغوي ډيری وژل شوي دي ، له سیمو کډه په سر   او نورو سیمو ته کوچیدلي دي. د نیجریه په مختلفو سیمو کې ډیرې زیاتې حملې او جنایتونه کیږي ،خو معمولا  دهغو په باب هیڅ ډول راپور نه خپریږي او  امنیتي ځواکونه هم  زیاتره  له پيښو وروسته  دعمل ډګر ته ځانونه رسوي

 

ټیګونه