د کُشتۍ د نړیوالې اتحادیې په رینکنګ کښې د ایران څلور پهلوان په سر کښې دي
(last modified Thu, 28 Dec 2023 00:41:07 GMT )
Dec 28, 2023 05:11 Asia/Kabul
  • د کُشتۍ د نړیوالې اتحادیې په رینکنګ کښې د ایران څلور پهلوان په سر کښې دي

د غیږنیونې نړیوالې اتحادیې د آزادۍ او فرنګي غیږنیونې د غوره لوبغاړو رینکنګ اعلان کړ.

په آزادې غیږنیونې کښې د نړیوالې اتحادیې د وروستي اعلان کړی رینکنګ له مخې، په آزادې کُشتۍ کښې امیر حسین زارغ او په فرنګي کُشتۍ کښې علیرضا محمدي، محمد رضا ساروي او امین امیرزاده له ټولو مخکښې دي.

د ایرنا د خبر له مخې، د غیږنیونې نړیوالې اتحادیې د آزادۍ او فرنګي غیږنیونې د غوره لوبغاړو رینکنګ اعلان کړ.

د کشتۍ د نړیوالې اتحادیې د اعلان له مخې، د آزادې غیږنیونې په برخه کښې امیر حسین زارع د ایران یوازنی ګډونوال دی چې د دغه نړیوال رینکنګ په اوله لیکه کښې شامل دی. هغه د ۱۲۵کیلوګرامه وزن کیټګرۍ په رینکنګ کښې په اول نمبر اعلان شو.

په نورو ازادو وزنونو کې د لسو غوره غیږ نیوونکو په منځ کې په ۶۵ کیلو ګرامه کې رحمان عموزاد پنځم، په ۷۰ کیلو ګرامه کې امیر محمد یزداني دریم، یونس امامي په ۷۴ کیلو ګرامه کې څلورم او محمد نخودي په ۷۹ کیلو ګرامه کې په پنځم مقام کښې، حسن یزداني د ۸۶ کیلو ګرامو کیټګرۍ کښې دریم ځای لري، امیر علي آذرپیرا د ۹۲ کیلوګرامو په وزن نهم او مجتبی ګلیج په ۹۷ کیلوګرامو کې په نړیواله سویه لسم مقام ترلاسه کړی دی.

همداشان په نورو وزنونو کې د نړۍ د لسو غوره غیږ نیوونکو په منځ کې په ۵۵ کیلو ګرامه کې پویا دادمرز دریم، په ۶۰ کیلو ګرامه کې مهدي محسن نژاد دریم، ایمان محمدي په ۶۳ کیلو ګرامه کې اووم او محمد رضا ګرايي په ۶۷ کیلو ګرامه کې شپږم مقام،  په ۷۲ کیلو ګرامو کې بیا دانیال سهرابي په لسم او ناصر علیزاده په ۸۷ کیلوګرامو کې اتم مقام ګټلی دی.

 

ټیګونه