اسرائیل خپل کورني کړکیچونه بهر ته غزوي
(last modified Mon, 01 Jan 2024 10:23:56 GMT )
Jan 01, 2024 14:53 Asia/Kabul
  • اسرائیل خپل کورني کړکیچونه بهر ته غزوي

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وویل: صهیویسټي رژيم عادت لري چې په سیمه کښې د ناامنۍ د جوړولو په کوشش سره، خپل کورني مشکلات او بحرانونه له نیواکي ټاټوبي بهر ته ورسوي.

د ایران د خارجه وزارت ویاند«ناصر کنعاني چافي» نن له خبریالانو سره په خپلې اونیزې غونډې کښې په غزې تړانګې باندې په حمله کښې د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو دوام ته په اشارې سره څرګنده کړه: امنیت شورا باید د صهیونیسټي رژیم د شرغواړو کړنو په وړاندې په خپلې دندې عمل وکړي او نړیواله ټولنه هم باید د فلسطین له خلکو په ملاتړ کښې په خپلو اخلاقي او انساني دندو باندې عمل کښې یو واحد غږ شي او د صهیونیسټي رژيم د جنایتونو په ختمولو کښې د نړۍ د ولسونو تمې پوره کاندي.

هغه وویل: د نړۍ ولسونه په داسې حالاتو کښې د نوي میلادي کال جشن لمانځي چې په فلسطین کښې د حضرت عیسی علیه السلام د زوکړې وطن، د غاصب رژيم د سختو او بې مخینې جنایتونو سره مخامخ دی، د حضرت عیسی علیه السلام ډیرو منونکو د غزې له خلکو سره په خواخوږۍ کښې، یا خو بیخي جشن ونه لمانځه او یا یې د تیرو کلونو په پرتله په ډیرې سادګۍ سره ولمانځه.

د ایران د خارجه وزارت ویاند زیاته کړه: د اسلامي ملګرتیا سازمان کوې شي چې د حقوقي تخصصي کمیټو په جوړولو سره د فلسطین خلاف د صهیونیسټي رژیم د جنګي جنایتونو په غندنه کښې ضروري مستندات جوړولی او وړاندې کولې یې شي.

کنعاني چافي په سیمه کښې د مقاومت د غورځنګونو او ورڅخه د ایران د اسلامي جمهوریت د ملاتړ په هکله هم وویل: د مقاومت غورځنګونه د آزادۍ لپاره دي او ایران په جګې شملې سره وايي چې د خپل وطن د آزادۍ لپاره د فلسطین د ملاومتي بهیرونو ملاتړی دی.

هغه په سوریې کښې له ترهګرۍ سره په مبارزه کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د جګ پوړي صلاحکار سید رضي موسوي د شهادت په هکله هم وویل: ایراني ځواکونه د سوریې د قانوني حکومت په بلنه په دغه هیواد کښې موجود دي او صهیونیسټي رژيم د شهید موسوي د ټرور د پایلو اصلي مسئول دی.

هغه د سردار قاسم سلیماني د شهادت کلیزې ته په اشارې سره هم وویل چې د سردار شهید سیلماني په ټرور کښې د امریکې د رژیم جنایت په جدیبت سره تعقیبیږي او دا مضوع به وخت په تیریدو سره هم، هیڅکله هیره نه شي .

 

ټیګونه