Jan 03, 2024 11:30 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه

د تهران راډیو ګرانو مینه والو السلام علیکم! ورځپاڼو ته د کتنې په یو بل پروګرام کښې درته هرکلی وایو، نن به هم د ایران ورځپاڼې او ورپسې به د ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم خبرونه، مقالې او تبصرې به درسره شریکې کړو.

ګرانو لوستونکو د ایران تقریباً ټولو ورځپاڼو په خپل وړومبي مخ د زړونو د سردار شهید قاسم سلیماني د شهادت د څلورمې کلیزې په مناسبت د هغه مختلف انځورنه او خبرونه خپاره کړي دي چې بیلابیل عنوانونه لري. یوې ورځپاڼې د بې سرحده سردار په نوم ستایلی او بلې لیکلي دي: هغه سردار چې نوم یې د دښمنانو لپاره ویرونکی خوب دی.

نو مونږ هم د سردار سلیماني د شهیدولو په لړ کښې د امریکې د وخت د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د حکم او د دغه جنایت په کلکو ټکیو غندنه کوو او د سردار د شهادت تسلیت درته وایو.

خو د تسلیت ترڅنګ نن یوه مبارکي هم لرو او هغه د رسول ا... مبارک د ګرانې لور، د جنت د میرمنو د سردارې او د امیر المومنین علي علیه السلام د قدرمنې میرمنې حضرت فاطمه زهرا(س) د نیکمرغه زوکړې کلیزه ده. د ایران په اسلامي جمهوریت کښې دغه ورځ د مور او میرمنې د درنښت او قدرونې د ورځې په توګه هم لمانځله کیږي. نو د دغې نیکمرغه ورځې په مناسبت تاسو ګرانو مینه ته هم مبارکي وایو.

*/*/*/*

اوس به راشو له تهرانه چاپیدونکې جوان ورځپاڼې ته چې په یو غټ سرټکي کښې یې د صنعاء له قوله لیکلي دي: امریکا به له مونږ سره له جنګه په اسانه ونه وځي.

د جوان آنلاین په لیکنه، د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي،د غزې په جګړه کې د اسراييلو اعلان شوي هدفونه نه دي تر لاسه شوي او د اسراييلو لپاره د سپينې ماڼۍ په بشپړ ملاتړ سره امريکايان «داسې جګړې او کندې ته داخل شوي دي چې ورڅخه وتل به د دوی لپاره ګران وي."

په یمن کښې د صنعاء حکومت هم وویل امریکا په مستقیم ډول له یمن سره په مقابله کښې داسې یوې جګړې ته داخله شوې ده چې په آسانۍ سره به ترې ځان بهر نه کړې شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان وړمه شپه په تهران پوهنتون کښې په یوه وینا کښې وویل چې د سپینې ماڼۍ د فیصلې په خونې کښې، په دې موضوع چې ځیني باوري دي چې امریکا له حده وتلې ده او له تیرو څه کم نوي ورځو راهیسې په غزه کښې د اسرائیلو د رژیم په نسل وژنې او جنایتونو کښې  باید پوره پوره ملګرتیا ونه کړو، د امریکايي چارواکو ترمینځ یوه جدي شخړه جوړه شوې ده.

د ویلو ده چې په دې تیرو ورځو کښې په باب المندب کښې امریکايي ځواکونو د یمن له سمندري ځواکونو سره سخته نښته کړې چې مرګ ژوبله یې هم اړولې ده.

*/*/*/*

کیهان بیا له غزې څخه د اسرائیلو د پنځمې لوا د غلې شاتګ خبر راخیستی او د صهیونیسټي رژیم پخواني وزیراعظم ایهود اولمرټ ویلي دي: مونږ ماتې وخوړله.

نن د غزې د جنګ نویمه ورځ ده. دا د جعلي صهیونسټي رژیم د څو اویا کلن او سپیره عمر په دوران کښې ترټولو اوږد او ترټولو زیات تاوان لرونکی جنګ دی او زیان یې په ټولو برخو کښې لیدل کیږي. هم په پوځي برخه کښې، هم په اقتصادي، سیاسي، اجتماعي، اطلاعاتي او هم په حیثیتي برخو کښې دغه مصنوعي هیواد ته ډیر زیات تاوان اوښتی دی او دا زمونږ ادعا نه ده بلکې د هم دغه رژیم د کارپوهانو او تیرو او اوسنیو چارواکو نظرونه او څرګندونې دي.

*/*/*/

خو د تهران چاپ جمهوري اسلامي ورځپاڼې د طالبانو د خارجه وزیر څرګندونې راخیستې دي د افغانستان او ایران ترمینځ اختلاف اچولو لپاره د دښمنانو دسیسې یې ماتې خوړلې بللې دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د ایران او افغانستان له اقتصادي فعالانو سره په ګډه غونډه کښې څرګنده کړه: په ډیرې خوشالۍ وایو چې د ایران او افغانستان د مسلمانو او ګاونډیو هیوادونو ترمینځ د اختلاف لپاره د اسلام او د دواړو هیوادونو د دښمنانو دسیسې له ماتې سره مخامخ شوې دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د ایران مشهد ښار ته په سفر کښې د دواړو هیوادونو له یوشمیر اقتصادي فعالانو سره ملاقات او خبرې اترې وکړې او هغوي ته یې بلنه وکړه چې د افغانستان په بازار کښې د شتون او له موجودو فرصتونو د استفادې لپاره لافعال رول ولوبوي.

په دې کتنه کې امیرخان متقي د افغانستان د اوسني سیاسي، اقتصادي او فرهنګي وضعیت او د کابل او تهران د اړیکو د وضاحت په ګډون په یو شمېر موضوعاتو خبرې وکړې.

*/*/*/*/

بهرنۍ ورځپاڼې

د لویدیځ څو چاپي او انلاین رسنیو په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وضعیت لیکنې خپرې کړې دي.

د فايیننشل ټایمز ورځپاڼه د زده کړو د اینټرنټي شبکو د معلوماتو پر اساس لیکي، په زرګونه افغانې نجونې او ښځې د طالبانو د محدودیتونو سربېره توانیدلي چې په انلاین ډول زده کړې وکړي.

ورځپاڼه وړاندې د دې شبکو په حواله لیکي، له افغانستان څخه دې شبکو ته په ډېرو برخو له هغو د انګلیسي ژبې د زده کړې، ساینسي مضامینو او د تجارت په برخو کې د شمولیت غوښتنې ورغلې دي.

وړاندې لولو، د ۲۰۲۲ کال د دسمبر وروسته له کله چې طالبانو نجونې له پوهنتوني زده کړو راوګرځولې، دغه ډول انلاین زده کړو ته غوښتنې ډېرې شوې دي.

د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې واک ته د طالبانو له ستنېدو سره نجونې او ښځې ښوونځیو او پوهنتونو ته له تګ محرومې، او د ملګرو ملتونو د ادارو په شمول په ټولو نادولتي او یو شمېر دولتي ادارو کې له کار کولو راوګرځول شوې.

د فایننشل ټایمز په لیکنه، طالبان د افغانو ښځو او نجونو پر کار او زده کړو محدودیت د خپلو شرعي قوانينو په چوکاټ کې توجیه کوي.

ورځپاڼه وړاندې د ملګرو ملتونو د ماشومان صندوق یا یونیسف هغه راپور ته هم اشاره کوي چې په کې ویل شوي، واک ته د طالبانو له ستنېدو وروسته، څه باندې یو میلیون افغانې نجونې له زده کړو محرومې شوې دي.

 */*/*/*/

د ایرو ایشیا ریوو خپرونې هم د " طالبانو په دویمه واکمنۍ کې ژوند " تر سرلیک لاندې یوه لیکنه خپره کړې چې پکې په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضیعت څېړل شوی دی.

د خپرونې په وینا، طالبانو په ۲۰۲۱ ميلادي کال کې واک ته د بیاځلي رسېدو راهېسې د افغانانو؛ په ځانګړې توګه ښځو او نجونو لپاره د په شا تګ پالېسیو عملي کول پیل کړل.

وړاندې راغلي دي چې د ۲۰۲۲ ميلادي کال په دسمبر میاشت کې د طالبانو حکومت تقریباً یو لاک محصلې نجونې له پوهنتوني زده کړو منعه کړې.

ایرو ایشیا ریوو زیاتوي، په تېرو دوو لسیزو کې افغانستان کې د ښځو د تعلیم په برخه کې شوي پرمختګونه د بشپړ له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي او د افغان ښځو او نجونو په منځ کې نهیلي پراخه شوې ده.

خپرونه زیاتوي، د ښځو د کار او نجونو د زده کړو په برخه کې د طالبانو پالېسۍ د نړیوالې ټولنې له خوا له غندنې، ډیپلوماټیکو فشارونو او بندیزونو سره مخ شوي دي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیاله امینې محمد د ۲۰۲۳ ميلادي کال په جنورۍ میاشت کې افغانستان ته د خپل سفر پر مهال دا په نړۍ کې یوازېنی هېواد وباله چېرې چې نجونې له زده کړو محرومې دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې روزا اتونبایووا هم د ۲۰۲۳ ميلادي کال په مارچ میاشت کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې وویل، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان په نړۍ کې د ښځو او نجونو د حقونو تر ټولو ځپونکی هېواد دی    

خو دا په داسې حال کښې دي چې طالبانو په کراتو ویلي چې په هیواد کښې د نجونو د زده کړې لپاره ځانګړي اصول او قوانین برابروي خو تراوسه یې په عمل کښې هیڅ نه دي کړې.         

  /*/*/*/*/*/*/*

ژباړه او ترتیب: عبدالماجد درانی

 

ټیګونه