ه رفح باندې داسرائيلو د حملې اړخونه به ډیر خطرنا ک وي
(last modified Sat, 10 Feb 2024 00:24:44 GMT )
Feb 10, 2024 04:54 Asia/Kabul
  • ه رفح باندې داسرائيلو د حملې اړخونه به ډیر خطرنا ک وي

د اروپائي اتحادئې د بهرني سیاست د کمیشن مشر  جوزف بورل په رفح د صهیونیسټي رژیم د حملې د اړخونو په باب  خبرداری ورکړ او وې وئيل دغه ک ار  له ځان سره لازیاتې بوږنونکي پایلې درلودلی شي.

ایرنا خبری اژانس راپور ورکړ،  جوزف بورل بیګا په ایکس پاڼې د یوه پیغام په خپرولو سره  لیکلی دي، په رفح سیمې کې  له امن ځاي پرته   دمګړئ څه دپاسه یو میلیون څلور لکه  فلسطینیان ژوند کوي او له سختې لوږې سره مخ دي.

هغه په رفح سیمې  دصهیونیسټ رژیم دحملې  د احتمال په باب  داندیښنې په څرګندولو سره  روښانه کړه، دغه اقدام  به اوسنی بوږنونکی انساني وضعیّت  او دعامو خلکو  مرګ ژوبلې  لازیاتې کړي.

د ملګروملتو ملتو ویندوي سټیفن  دوجاریک هم په یولړ څرګندونو کې ووئيل،  مونږ په رفح سیمې کې  د عامو خلکو پر برخلیک  ډير زیات اندیښمن یوو .په رفح سیمې کې عام خلک  ساتنې ته اړتیا لريي او مونږ  نه غواړو، په اجباری توګه د خلکو د ځای په ځاي کیدا شاهدان ووسو.

په عین حال کې د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو  مشر محمود عباس  په رفح باندې د دحملې پلان یو واقعي ګواښ بللی او وئيلي ئې دي ، چې دغه چاره  له خپل ټاټوبی څخه د فلسطینیانو  د ویستلو  لپاره د صهیونیسټ رژيم  د پروګرام برخه ده  چې خطرناکې پایلې به ولري او باید ملګری ملتونه او امنیت شورا دخالت وکړي.اوس وخت رارسیدلی دی چې ټول باید مسئولانه چلند وکړي او له نوي نسل وژنې سره مقابله وکړي، یوه د اسې چاره  چې درسته سیمه  به له نه ختمیدونکو  جنګونو سره لا س او ګریوان کړي.

 

ټیګونه