بایډن په غزه کې د اوربند لپاره د نوې ضرب الاجل وړاندیز وکړ
امریکايي ولسمشر ویلي، هیله من دی چې د روژې میاشتې تر را رسیدو به اوربند وشي، خو تر اوسه اوربند نه دی شوی.
د العالم خبري اژانس د خبر له مخې، د امریکا ولسمشر جویاډین یو ځل بیا د صهیونیسټي رژیم او حماس غورځنګ ترمنځ د اوربند د رامنځته کېدو لپاره هیله مندې ښودلې او زیاته کړې ده چې اټکل کیږي، د روژې میاشتې تر را رسیدو وړاندې اوربند ترسره شي.
هغه د دغه اوربند د شرطونو په اړه ډیر وضاحت ندی ورکړی.
په ورته وخت کې د فلسطین د بهرنیو چارو وزیر ریاض المالکي ویلي، د اسراییلي رژیم لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو د بندیانو د تبادلې پر وړاندې اصلي خنډ دی او غواړي د خپلې ناکامې جګړې په ترڅ کې نسل وژنې ته دوام ورکړي.
د یو بل خبر له مخې؛ برتانوي سیاستوال جورج ګالوي چې د انګلستان په یوه شمالي ښارګوټي کې یې ضمني ټاکنې ګټلې، ویلي، چې د دې رایو پایله د فلسطینیانو له حقونو څخه د هغه هېواد د خلکو ملاتړ ښيي.
د برتانیې د پارلمان دغه غړي ویلي؛ زه تر وروستۍ ساه پورې له فلسطین سره یم
بلخوا د لبنان حزب الله ډلې خبر ورکړی چې د اشغال شوي فلسطین په شمال کې یې د اسرائیلو «خربة معر» قرارګاه په نښه کړې او اشغالګرو ته یې ځاني زیانونه اړولي دي، خو دقیق ارقام یې ندي په ډاګه کړې.
د برتانیې د پارلمان غړی: زه تر وروستۍ ساه پورې له فلسطین سره یم