د بیت الله شریف په ګډون د سعودي په ټولو جوماتونو کې د روژه ماتې ممنوع کېدل
د سعودي عربستان ولیعهد د پرېکړې له مخې د روژې په مبارکه میاشت کې د بیت الله شریف په ګډون د سعودي په ټولو جوماتونو کې افطاري یا روژه ماتې ممنوع اعلان شوی دی.
ایکنانیوز د العربي الجدید له قوله لیکلي: سعودي عربستان د روژې د مبارکې میاشتې د رارسیدا په مناسبت په جوماتونو کې د پاکۍ د ساتنې په موخه د بیت الله شریف په ګډون په ټولو جوماتونو کې د دسترخوانونو غوړول ممنوع اعلان کړی دی.
د دې ترڅنګ پرېکړه شوې چې د جومات انګړ په داخل کې د انځور اخیستلو کمرو، او انځور اخیستل هم منعه شوي دي.
د دغه پرېکړې له مخې په هیڅ جومات کې د لمانځه ادا کولو بهیر په ژوندۍ بڼه له رسنیو څخه نشي خپریدای.
د یاد حکومت لخوا په خپره شوې اعلامیه کې د جوماتونو ملا امامانو ته سپارښتنه شوې چې د روژه ماتې پرګرامونو لپاره له روژه تیانو مالي مرستې را ټولې نه کړي.
دغه راز دوی ته سپارښتنه شوې چې د روژه ماتې په موخه دې ځآنګړی ځای پیدا کړای شي او د مؤقتې خیمو په وهلو سره دې هلته روژه ماتې ترسره شي.
https://iqna.ir/fa/news/4203450