اروپايي ټولنه وايي افغانستان کې جنسیتي اپارتاید روان دی
(last modified Wed, 13 Mar 2024 09:22:27 GMT )
Mar 13, 2024 13:52 Asia/Kabul
  • اروپايي ټولنه وايي افغانستان کې جنسیتي اپارتاید روان دی

زمونږ خبریال راپور راکړی د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر جوزیپ بوریل ویلي په افغانستان کې د ده په وینا جنسیتي اپارتاید شته او په وینا یې دا وضعیت د زغم وړ نه دی.

نوموړي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په کلنۍ غونډه کې د اروپايي ټولنې او ملګرو ملتونو د همکارۍ په اړه خبرې کولې، وویل په افغانستان کې د بشري حقونو، سیاسي او اقتصادي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

په ورته وخت کې هغه ټینګار کړی چې له طالبانو سره تعامل باید دوام پیدا کړي.

طالبانو تر دې دمه دغو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو وړاندې یې تل ټینګار کړی چې افغانستان کې ښځو او نجونو ته د اسلامي شریعت په چوکاټ کې ټول حقونه ورکول کېږي او دا یې یوه داخلي مسله بللې چې بهرنیو ته پکې د مداخلې اجازه نه ورکوي.

د اروپايي ټولنې وېبپاڼې د جوزیپ بوریل بشپړه وینا خپره کړې چې په یوه برخه کې یې د افغانستان په اړه خبرې کړې چې وايي دغه هېواد هېر کړای شوی دی.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې دغه مسؤل ویلي اروپايي ټولنه د ملګرو ملتونو د سرمنشي د نوښت او په دوحه کې د افغانستان په اړه د ځانګړي استازي د غونډې ملاتړ کوي.

 په ورته وخت کې دی ټینګار کوي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۰۲۱ پرېکړه لیک پلي کولو لپاره باید دباو  راوستل شي او تعامل دوام وکړي.

په وروستیو کې افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو د وضعیت په اړه د لوېدیځو چارواکو دریځ سخت شوی بلل کېږي.

د تېرې نومبر میاشتې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د کارپوهانو یوې ډلې په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت ته په کتو ویلي وو، جنسيتي اپارتاید یا د جنسيت له مخې سیستماتیک توپیري چلند باید د بشریت ضد جنایت وبلل شي.

 

ټیګونه