Mar 20, 2024 07:26 Asia/Kabul
  • د المان ۷۵ سلنه وګړي: د آلمان وسله وال ځواکونه د دې هېواد د دفاع توان نلري

د عامه افکارو د سروې له مخې چې د فوکس مجلې لپاره د Civey څیړنیز شرکت لخوا د مارچ په ۱۱ او ۱۲ مو نیټو  کې ترسره شوې، له ۵ زره ۱۳ کسانو نه مخامخ نظرپوښتنه شوې ده چې له مخې د آلمان ۷۵ سلنه خلک پدې باور دي چې د دې هیواد وسله وال پوځ د هیواد د دفاع توان او قابلیت نلري.

د ټي ارټي پښتو د خبر له مخې؛ د هغو کسانو کچه چې د آلمان په اردو باندې باور لري یواځې ۱۰  سلنه ښودل شوې، او د هغو کسانو کچه چې  پدې اړه يي هیڅ فکر نه درلود ۱۵ سلنه وو.

د دغه خبر له مخې؛ په سلو کې ۶۹ ګډون کوونکي پدې باور دي چې په راتلونکي کې باید  وسله وال پوځ ته لا جدي مالي امکانات په اختیار کې ورکړ شي.

نږدې دوه پر دریمه برخه (۶۴ سلنه) آلمانان پدې باور دي چې باید  د هیواد  "د ناخالص کورني تولید له ۲ سلنې څخه ډیر په دایمي توګه دفاعي برخو  باندې په مصرف ورسیږي."

پداسې حال کې چې په سلو کې ۶۴ آلمانان پدې نظر دي چې هیواد باید "اجباري نظامي خدمت بیا پیل کړي،" ۶۸ سلنه په اوکراین کې د روسیې پوځي عملیات "د آلمان امنیت ته ګواښ" ګڼي.

همداشان ۵۷ سلنه المان وګړي پدې باور دي چې د جګړې د پیلیدو په صورت کې جګړه کولی نشي. همداشان د هغه کسانو کچه چې وايي مونږ کولی شو چې وجنګیږو ۲۲ سلنه ده.

 

ټیګونه