Jun 07, 2024 14:12 Asia/Kabul
  • په جرمني کې ځینی ګوندونه د جوماتونو د بندولو هڅه کوي

دغه غوښته له دې وروسته مطرح کیږي، چې  په یوې اسلام ضده  غونډې باندې په چاقو سره په حملې کې  یو کس وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي دي.

په جرمني کې آزادډيموکراټيک ګوند ددغه هیواد  ځينو جوماتونو د بندیدا غوښتنه کړې ده .

ایکنانیوز د الحره ۷ ویبپاڼې له قوله ر اپور  راکړی، د جرمني آزاد ډیموکراټيک ګوند  چې  دخپلو افراط پالو او اسلام ضده  ګروهنو  په دلیل پیژندل کیږي ، ددغه  هیواد دځينو  جوماتونو د تړل کیدا غوښته  ئې کړې ده.

دغه غوښته له دې وروسته مطرح کیږي، چې  په یوې اسلام ضده  غونډې باندې په چاقو سره په حملې کې  یو کس وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي دي.

آزادډيموکراټيک ګوند مدعي شوی دی چې په جرمني کې ځيني جوماتونه  افراطي ګروهنې لرونکي  کسان روزي او په همدې دلیل باید وتړل شي.

د وئيلو ده  دجرمني په هیپنایم ښار کې  د یوې اسلام ضده ډلې په غونډې  د یو ه ځوان په حملې کې پنځه کسان ټپیان شوي وو ، چې  په  هغو کې یو د سختو ټپونو له مااله خپل ژوند له لاسه ورکړ.

دغه پيښه لامل شوې ده څو  اسلام ضده افراط پالې ډلې ټپلې  په جرمني کې د مسلمانانو د ټولنې لپاره  د لازیاتو محدودیّتونو داعمالولو  او د ځينو جوماتونو په تړل کیدا پسې شي.  

 

ټیګونه