په غزې کې انساني وضعیّت تر خطرناک حده رسیدلی دی
د اروپائي اتحادئې دب هرني سیاست دکمیشن مشر جوزف بورل پرون ناوخته د اردن له خارجه وزیر ایمن صفدي سره په ګډ خبری کنفرانس کې په غزې تړانګې کې د پراخو کنډوالو او د نه زغمونکي انساني وضعیّت او ډيرو زیاتو تاوانونو په باب په افسوس کولو سره ووئیل، د غزې دعامو خلکو لپاره دغمیزې لمن دکنټرول له حده وتلې او د زغم وړ نه ده.
د اروپائي اتحادئې د بهرني سیاست مسئول ، په خان یونس باندې داسرائيلي نسل وژونکي رژيم وروستۍ هوائي حمله بې زغمه او د نه منلو وړ وبلله.
زمونږخبریال راپور راکړ، د اروپائي اتحادئې دب هرني سیاست دکمیشن مشر جوزف بورل پرون ناوخته د اردن له خارجه وزیر ایمن صفدي سره په ګډ خبری کنفرانس کې په غزې تړانګې کې د پراخو کنډوالو او د نه زغمونکي انساني وضعیّت او ډيرو زیاتو تاوانونو په باب په افسوس کولو سره ووئیل، د غزې دعامو خلکو لپاره دغمیزې لمن دکنټرول له حده وتلې او د زغم وړ نه ده.
بورل په خان یونس کې د المواصي کډوالو کیمپ باندې د صهیونیسټ رژیم دپراخو بمباریو په یادولو سره ووئيل، د عامو خلکو په تیره بیا د ښځو او ماشومانو د مرګ ژوبلو دشمیر زیاتیدا هماغه شان د زغملو وړ نه ده او د اوربند ټينګیدا او په ترټولو لنډ وخت کې د تل پاتې حل لارې د موندلو لپاره هڅه ډيره ضروري ده .