ایران په عمان کښې د عزادارۍ په دستورې کښې د ډزو پیښه وغندله
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د عمان په پلازمینه مسقط کښې د امام حسین علیه السلام د عزادارۍ په مراسمو کښې د ډزو پیښه په کلکه غندلې ده.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د عمان په پلازمینه مسقط کښې د امام حسین علیه السلام د عزادارۍ په مراسمو کښې د ډزو پیښه په کلکه غندلې ده.
د ایرنا د خبر له مخې، ناصر کنعاني چافي په مسقط کښې د سید الشهدا لپاره د ویر او ماتم په دستورو کښې د شویو ډزو په غبرګون کښې چې له امله یې څلور کسان شهیدان شول، دغه اختلاف جوړونکی کار وغنده او د تفرقه اچونکي بهیرونو په وړاندې یې د عمان له حکومت او خلکو څخه د ایران د اسلامي جمهوریت ملاتړ اعلان کړ.
د ویلو ده چې وړمه شپه د مسقط ولایت په یوې ولسوالۍ کښې د حسیني عزادارانو په موکب باندې ترهګر برید شوی چې له امله یې ۴ کسان شهیدان او څو نور ژوبل شوي دي.
دغه پیښه د امام علي نومي جومات په خوا کښې شوې ده.
د پيښې زیاتره شهیدان پاکستاني وګړي دي.