اصغر عباسی ایرانی ډایریکټر؛د کینیډا د فیلم نړیوال فسټيوال قاضي
پارس ټوډې – ایرانی لیکوال، ډایریکټر او پروډیوسر اصغر عباسي د کینیډا د فیلم دنړیوال فسټیوال قاضی او داؤر شو.
د ژواک چاپيریال پر ساتنې په تمرکز سره ؛هیومن؛ نومې فیلم د نړیوال فسټیوال څلورم پړاؤ د ۲۰۲۵کال د فرورۍ په ۱۱ نیټه د کینیډا په ټورنټو ښار کې ترسره کیږي.
پارس ټوډې راپور ورکړی، یو ایرانی لیکوال، پروډیوسر او ډایریکټر اصغر عباسي چې په وروستیو کلونو کې د لنډو فیلمونو په جوړولو سره ئې د پام وړ نړیوال شتون درلودلی او د مختلفو داخلی اونړیوالو جایزو په ګټلو کې بریالی شوی، ددوهم ځل لپاره د ؛هیومن ؛نومې فیلم نړیوال فسټیوال د د قضاؤت یا داورئ تجروبه کول په غاړه لري.
اصغر عباسي د څو ایرانیو جشنوارو پر قضاؤت سربیره،مخکې او په ۲۰۲۰ کال کې هم په همدغه فسټیوال کې د قاضي یا داؤر په توګه شتون درلودلی دی.
د وئیلو ده چې د ایران سینما په دنیا کې د سینما له بڼه رامینځةکیدا څخه په لږ واټن سره پنځیدلی دی. که څه هم د ایران سینما د لارې په پيل کې عموما د ساعت تیري یوه بڼه درلوده ، خو په ایران کې د اسلامی انقلاب له بریالیتوب وروسته ، دغه مهم او بهیر جوړونکی هنر ورځ تربلې او له یوې لسیزې په بلې لسیزې کې د غوړیدا او ځلیدا په حال کې شو.