جرمني د روسیې او امریکا تر منځ د مقابلې په ډګر کې؛ د برلین توغندوي کړکیچ
(last modified Tue, 23 Jul 2024 05:41:54 GMT )
Jul 23, 2024 10:11 Asia/Kabul
  • جرمني د روسیې او امریکا تر منځ د مقابلې په ډګر کې؛ د برلین توغندوي کړکیچ

پارس ټوډی – د جرمني خارجه وزیرې له روسیې سره د مقابلې په پلمه په خپل هیواد کښې د امریکې د میزایل سیسټم د لګیدو هرکلی وکړ.

امریکې د شمالي اتلانتیک د تړون د سازمان "ناټو" په وروستۍ غونډه کې اعلان وکړ چې غواړي په جرمني کې خپلې لر واټنه وسلې ځای پر ځای کړي. د پارس ټوډی د رپورټ له مخې، دا موضوع د جرمني د يو شمېر ګوندونو او سياستوالو له سختې نيوکې سره مخامخ شوې ده. یو شمېر بهرني چارواکي او کارپوهان په جرمني کې د امریکا د توغندیو د سیستم د ځای پر ځای کولو ته  د برلین غاړه ایښودل د امریکا تسلط ته د دغه هېواد د تسلیمېدو نښه ګڼي.

جرمن خارجه وزیرې «آنالنا بربوک» Annalena Baerbock په دې وروستیو کښې د دې ادعا په مطرح کولو سره چې روسیې د «ولادیمیر پوتین» د ولسمشرۍ په پړاؤ کښې خپلې وسلې پراخې کړې دي، په جرمني کښې د لرواډنه توغندیو له ځاې پرځاې کیدو خپل ملاتړ اعلان کړ.

خو په پارلمان کې د جرمني د سوسیال دیموکرات ګوند مشر "رولف موټسینیچ" له امریکا سره د دغه هیواد د حکومت د موافقې په هکله اندیښنه څرګنده کړه او خبرداری یې ورکړ چې د دغو امریکایي وسلو د «لګولو په خطر» باید سترګې پټې نه شي.

په همدې حال کې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سرګي ریابکوف په جرمني کې تر ۲۰۲۶ کال پورې د امریکا د اوږده واټن ویشتونکو توغندیو د ځای پر ځای کولو په غبرګون کې ویلي: "مسکو ښايي د دې په ځواب کې اټومي توغندي ځای پر ځای کړي."

"فایننشل ټایمز" انګلیسي ورځپاڼې هم د امریکا راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو او د ډونلډ ټرمپ د بیا ټاکل کېدو احتمال ته په اشارې سره،  د برلین د اوسنیو مشرانو لپاره د ټرمپ د دویمې ادارې لرلید "له وېرې ډک" بللی دی.

دې ورځپاڼې ویلي: په برلین کې د پالیسي جوړونکو له اندیښنو څخه یوه دا ده چې په امریکا کې سیاسي تمایلات به د فرانسې په څیر په جرمني کښې هم ګډې وډې سیاسي فضا ته لمن ووهي.

په همدې لړ کښې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې پر جرمني نیوکه وکړه او د واشنګټن غوښتنو ته د برلین تسلیمېدل یې د دغه هېواد د ذلت نښه وبلله.

د روسیې د مسایلو کارپوه "روح الله مدبر" هم جرمني د امریکا له خوا اشغال شوی هیواد بولي او وایي: د هایپرسونیک توغندیو د نصبولو مسله او هغه پټ پلان چې اوس وړاندې شوی دی او له مخې یې ټاکل شوې چې د ناټو ۸۰۰ زره ځواکونه په آلمان کې ځای پرځای شي؛ د دې نښه ده چې جرمني په یو ډول نیول شوی او د امریکې په واک کښې راغلې ده او د روس خلاف اقداماتو لپاره په یوې اډې بدله شوې ده.

 

ټیګونه