په انګلستان کې د مسلمانانو ضده توکمپالنې د چا له خوا هدایتیږي؟
(last modified Thu, 08 Aug 2024 07:59:42 GMT )
Aug 08, 2024 12:29 Asia/Kabul
  • په انګلستان کې د مسلمانانو ضده توکمپالنې د چا له خوا هدایتیږي؟

پارس ټوډې – له اسلامه او نورو څخه پر ویرونې په تکیې سره په انګلستان کې توکماپل بهیرونه،له ټولنیزو خپګانونو څخه په ناسمې استفادې او د درز او تفرقې او تاؤتریخوالی په دودولو پسې دي. په دې مینځو میان کې د اسرائيلو او صهیونیسټي ډلو ټپلو ملاتړو هم  ددغو ناکراریو او بې ثباتیو په لمسونې کې مهم رول لوبولی دی.

په انګلستان کې په وروستیو بلواؤ او اړئ ګړئ پسې ، ښي پالو او افراېي ډلو ټپلو   پر مسلمانانو او مهاجرینو حملې کړي دي.

پارس ټوډې راپور ور کوي، دغه ناکراري د انګلستان په ساؤت پورټ  کې پر درو پيغلو جینکو باندې په چاقو سره له مرګونې حملې وروسته زیات شول.

دغه حمله د یوه اوه کلن شکمن په وسیله ترسره شوې چې په ټولنیزو چینلونو کې ناسمو اطلاعاتو دغه  کس د یوه مسلمان مهاجر په توګه معرفی کړی، په داسې حال کې چې  هغه په حقیقت کې  له یوه روانډیاوال مسیحي مور پلار څخه زیږیدلی ؤ.

د افراط پالو زوړپالو ډلو رول  

په دغې پيښې کې د افراط پالو زوړپالو  لمسؤنکو په وسیله د کډوالو پر هوټلو حملې  او اړئ ګړئ رامینځةشوې.

ټامي رابنسن(Tommy Robinson) یوه هغه لمسؤنکی  چې د انګلستان د دفاعي لیګ بنسټګر دی،( English Defence League, EDL)،په ټولنیزو چینلونو کې ئې د خپلو  لمسؤنکو ویډیوګانو له لارې د تاؤتریخوالو زیاتولو ته لمن  ووهله.رابنیسن دمګړئ په قبرس کې فعالیت کوي. هغه د انګلستان دقضائي مسئولانو څخه د تښتې لپاره هلته تللی دی.

پيژندل شوو شخصیّتونو اغیزشیندنې 

دغه افراطي بهیرونه یوازې پر رابینسن پورې محدود نه دي. د انډروټیت او نایجل فاراج په څير مشهور کسان هم ددغاو ناکراریو په لمسؤنې تورن شوي دي.نایجل فاراج، د انګلستان د اصلاحاتو د مهاجرتي ضده غورځنګ (Reform UK) رهبر او د پارلیمن  استازی دی، هغه په تفرقه رامینځةکونکو  څرګندونو سره ، مسلمانان او مهاجرین ټارګټ کړي  دي.  هغه په همداوروستیو کې ادعا کړې ده چې  مسلمانان له بریتانوي  یا انګریز ارزښتونو سره سمون نه خوري . فاراج  پخپلو څرګندونو کې واټیزې بلواوې د عمومي خپګان او   ویرې په غبرګون کې توجیه کړې او د راتلونکي په باب په ګواښ سره ئې وئيلي دي، هغه څه چې تاسو د لندن په هارتلپول(Hartlepool)واټونو کې  یا په ساؤت پورټ کې مشاهده کوئ،له هغه څه سره په پرتله کې چې ممکنه ده په راتلونکو اونیو کې رامینځة شي،ډیر کم  او هیڅ دي.

حکومت او امنیتی ځواک

د لومړي وزیر کیّئر سټارمر په مشرۍ انګریز حکومت،دغه بلواوې په سخته محکومې ک ړي او دا ئې د غیر قانوني اوکوڅه ډبو کسانو  کار بللی دی. هغه په یوې ټيلیويژني وینا کې  ټينګار کړی دی، زه تضمین  ورکوم چې تاسو به په دغو ناکراریو کې پر ګډون پښمانه شئ، هغه که په مستقیم ډول وي او که د هغو کسانو په توګه چې په ټولنیزو چینلونو کې  دغو ناکراریو ته لمن وهي.

د انګلستان د کورنیو چارو وزیر یوت کوپر  له سکائي نیوز سره په مرکې کې هم ووئيل، هغه کسان چې فکر کوي، د اوړي په چټیانو کې دي، اوس به پخپل کور کې له پولیسو سره مخامخ شي.

همدرااز د انګلستان د ترهه ګرۍ ضد پولیسو پخواني مشر نیل باسو  فاراج د تاؤتریخوالو په نه محکومیّت باندې تورن کړی او وئیلي ئې دي، آیا نایجل فاراج تاؤتریخوالي محکوم کړي دی؟ آیا هغه دانګلستان دفاعي لیګ محکوم کړی دی؟

اسرائيلي او صهیونیسټي اړخونه

په انګلستان کې افراطي ښي پالو بهیرونو یوازې د داخلی ناکراریو په لمسونې بسنه نه ده کړې او په ځينو موردونو کې ئې د اسرائيلو له سیاستونو  هم ملاتړ کړی دی.  د مثال په  توګه ؛ په تیرې مئ میاشت کې،په سلګونو زوړپال  ملی ګرا  او د   اسرائیلو ملاتړي په شمالی لندن کې  د یوه واړۀسنیما  په وړاندې غونډ شول څو د فلسطین ملاتړو فعالانو په ضد اعتراض وکړي. دغه غونډهد اسرائيلي حکومت په وسیله د ملاتړ شوي فیلم د  یوې جشنوارې  دیوې برخې په توګه ترسره شوه.

ددغې غونډې یوه ترسره کونکي میډل ایسټ آئي (Middle East Eye))ته په خبرو کې ووئیل؛ دوي چغې وهي  او زمونږ په وړاندې دریدل ، هڅه ئې کوله ، له مونږه پلې کارډونه او بینرې  واخلي  او توکمپال  سپکاوي وکړي.

د    Enough is Enough او  7/10 Human Chain Project" په څير ظاهرا  له اسرائیلو سره تړل  شوي ډلې ټپلې  چې د  تیر کال د اکتوبر له اومې نیټې وروسته راپڼځيدلي دي،ددغو غونډو اصلي لمسؤنکي  دي. همدرااز د  سام وسټلیک  Sam Westlake او براین اسټؤل  Brian Stovell) په څير افراط پالو  هم په دغو غونډو کې ګډون درلودلی دی.

پر ټولنې اغیزې

دغو بلواؤ او ناکراریو نه یوازې مسلمانانو او د مهاجرینو ټولنو ته تاوان ورساوۀ،بلکې  په دغو ټولنو کې ئې ویره او وحشت هم خور کړی دی.حکومتی  چارواکو او پولیسو  ټينګار کړی دی چې  د تاؤتریخوالو او ناکراریو له عواملو سره به چلند وکړي. د کارګر ګوند پخواني استازي ډیان  ابټ په خپلې ایکس پاڼې کې لیکلي دي؛په درست هیواد کې د مهاجرت ضده بلواوې  دمونږ د پولیسو  د ژوند اومالونو له بې مخینې ګواښنې سره  په پرتله کولو سره ، مونږ  بیا د پارلیمان    غوښتې ته اړتیا لرو.

په انګلستان کې د وروستیو تاؤتریخوالو او یرغلونو نتیجه ښئ چې ښي پال افراطي  بهیرونه د ټامي رابینسن ، انډروټيټ او نایجل فاراج په څير د کسانو په هدایتونې سره  هڅه کوي ،  د ناسمو اطلاعاتو څخه  او دغه راز له ټولنیزو تاؤتریخوالو څخه په ناسمې استفادې سره ، د مسلمانانو او مهاجرینو په ضد نفرت او تاؤتریخوالی پیاوړی کړی. دغه بهیرونو له اسلامه او نورو څخه په ویرونې په تکّیې سره  له اجتماعي خپګانونو څخه په استفادې او د تاؤتریخوالي په دودولو پسې دي؛ په عین حال کې  دانګلستان حکومت او ټولنه  باید  په اتحاد او ملګرتیا سره  له دغو کرغیړنو بهیرونو سره مقابله وکړي ،څو په دغه هیواد کې ټولنیز امنیت او پیوستون وساتل شي.

 

ټیګونه