د حسینی اربعین پلی لاریون په نړۍ کې ترټولو لوي زیارتي غونډه ده
(last modified Tue, 27 Aug 2024 02:40:24 GMT )
Aug 27, 2024 07:10 Asia/Kabul
  • د حسینی اربعین پلی لاریون په نړۍ کې ترټولو لوي زیارتي غونډه ده

د انګلستان یو لیکوال، مشهور څیړاند او جنجالی ټولن پيژاند روپرت شلډریک دانګلستان  له کیمبریج پوهنتونه پي ایچ ډي کړې ده  او ډير علمی کتابونه او مقالې ئې هم لیکلي دي  چې ډیری  لیکوالان او څیړاندئې خوښوي.

یو انګریز لیکوال او څیړاند روپرت شلډریک  په یولړ څرګندونو کې په دې خبرې کولو سره چې د اربعیّن  پلی میلیوني لاریون  یوواقعي سفر دی ،ځکه چې دزیارتوال پښې له مځکې سره ارتباط ټينګوي، روښانه کړه، دغه زیارتي اجتماع بې شکه  په نړۍ کې ترټولو لویه مقدسه  پیښه شمیرل کیږي .

ایکنانیوز راپور ورکويو د انګلستان یو لیکوال، مشهور څیړاند او جنجالی ټولن پيژاند روپرت شلډریک دانګلستان  له کیمبریج پوهنتونه پي ایچ ډي کړې ده  او ډير علمی کتابونه او مقالې ئې هم لیکلي دي  چې ډیری  لیکوالان او څیړاندئې خوښوي.

 روپرت شلډریک  په یوې ویډیو کې ( چې ستاسو خدمت ته هم وړاندې کیږي)ددې خبرې په کولو سره د حسینی اربعیّن  پلی لاریون یو واقعي سفر دی ځکه چې زیارتوال  له مځکې سره ارتباط ټينګوي ، ووئيل، د پلی لاریون په شکل سره د زیارت احیاء،  دهغه بدلون یوه ترټولو هیله منونکي نښه ده چې په اروپا کې  په رامینځةکیدا ده  او دغه لویه زیارتي اجتماع  بې شکه په نړۍ کې ترټولو لویه مقدسه پیښه شمیرل کیږي  او په دغې لوئې پيښې کې  هیڅ ډول غمیزه یا  داسې کومه ترینګلتیا چې څوک ورڅخه وکړیږي، نه رامینځةکیږی  او  په مختلفو رنګونو ،نسلونو ،هویّتونو  او ملیّتونو سره مختلف خلک سره یو ځاي کیږي  اوعشق ، مینه او ورورولی نندارې ته وړاندې کوي.

د روپرت شلډریک یوه لنډه شان ویډیو ستاسو خدمت ته هم وړانډې کیږي.

 

ټیګونه