دریو اروپايي هیوادونو د اسرائیلو پرضد د ایران انتقامي حملې ته څه غبرګون وښود؟
پارس ټوډې –اروپايي اتحادیې ، فرانسې، جرمني او انګلستان په اسرائیلو باندې د ایران د اسلامي جمهوریت توغندوي حملې ته غبرګون وښود.
د اروپايي اتحادیې، د فرانسې ، د جرمني او د بریتانیا مشرانو د صهیونیسټ رژیم ترهګرو او له قانون څخه ورهاخوا اقداماتو ته له اشارې پرته په اسرائیلو باندې د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک د سه شنبې ورځې توغندوي حملې ته په غبرګون کښې د دغه رژیم د جنایتونو حمایت وکړ.
پارس ټوډې زیاته کړه د اروپايي اتحادیې د خارجي سیاست مسوول جوزف بورل په ټوله سیمه کښې د سمدستي اوربند د ټینګیدا پرضرورت باندې ټینګار سره ادعا وکړه دغه بلاک په کامل ډول د یوه سیمه ئیز جنګ د مخنیوي لپاره مرستې ته ژمن دی.
جوزف بورل وویل چې د حملو خطرناکه څرخه او غچ اخیستونکي اقدامات له کنټرول څخه د خارجیدا خطر لري.
د اروپايي اتحادیې د خارجي سیاست مسوول او د اروپا د شورا مشر «شارل میشل»هم ویلي دي په مینځني ختیځ کښې د تاوتریخوالي مرګوني کړۍ باید همدا اوس بنده شي. سیمه ئیز جنګ د هیڅ چا په ګټه نه دی.
د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون هم په اسرائیلو باندې د ایران توغندوي حملې ته په اشارې سره وویل چې پاریس د اسرائیلو امنیت ته د ژمنې په نښه په لویدیځې اسیا کښې خپل پوځي امکانات بسیج کړي دي.
له بلې خوا د جرمني خارجه وزیرې «انالنا بربوک »د صهیونیسټ رژيم ترهګرو عملیاتو ته له اشارې پرته چې په سیمه کښې د تاوتریخوالو د زیاتیدا سبب شوي دي د صهیونیسټ رژيم تیریګرو اقداماتو ته د ایران د توغندي ځواب د سمدستي د بندیدا غوښتنه وکړه.
د انګلستان لومړي وزیر« کي یر استارمر» هم وویل :مونږ د اسرائیلو په څنګ کښې ولاړ یوو او د ایران په وړاندې د ځان د دفاع لپاره د اسرائیلو حق په رسمیت پیژندو.
د ایران سپاه پاسداران ځواک پرون د اسرائیلو وروستیو جنایتونو ته په ځواب کښې په لسګونو توغندیو سره د دغه رژیم په مهمو پوځي او امنیتي هدفونو باندې د بالیسټیک توغندیو حمله وکړه.