د ایران د وعده صادق ۲ پوځي عملیاتو په هکله د امریکا د پخواني ولسمشر ټرامپ بیانیه
پارس ټوډې –د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرامپ د اسرائیلو په پوځي او امنیتي مرکزونو باندې د ایران پوځي حملې ته په غبرګون کښې ادعا وکړه ، که چیرې زه د امریکا ولسمشر وائ دغه حمله هیڅکله نه کیدله.
د امریکا پخواني ولسمشر او د دغه هیواد د ولسمشرۍ د روان کال په انتخاباتو کښې د ریپبلیکن ګوند کاندید ډونالډ ټرامپ د اسرائیلو د جنایتونو په پرضد د ایران توغندوي حملو ته په غبرګون کښې په یوې بیانیې کښې ادعا وکړه؛ دنیا له کنټرول څخه وتلي ده .
پارس ټوډې زیاته کړه د امریکا پخواني ولسمشر ټرامپ په دغه بیانیې کښې په دې خبرې باندې اعتراف سره چې د اسرائیلو جنایتونو ته د ایران قدرتمن پوځي ځواب سبب شوی چې د سپینې ماڼۍ چارواکي حیرانه شي وویل: مونږ( امریکا) هیڅ مشر نلرو او هیڅوک د امریکا د مدیریت کولو په حال کښې نه دی. مونږ له یوه بې ګټې ولسمشر او د ولسمشر له یوې کاملا غایبې مرستیالې چې د مالي ملاتړونو د جذبولو په حال کښې ده برخور یوو.
هیڅوک د امریکا مشرۍ او مدیریت نه کوي او ولسمشر جوبایډن او د هغه مرستیاله کامالا هریس هیڅ یو نه پوهیږي چې څه روان دي.
هغه په دوام کښې د ایران پرضد د غلیمانه او دښمانانه څرګندونو په دوام کښې ادعا وکړه زما د ولسمشرۍ په پړاو کښې ایران تر کنټرول لاندی و.
هغه په دغه بیانیې کښې ایران د لویدیځې اسیا سیمې په نابودولو تورن کړ.
ډونالډ ټرامپ په داسې حال کښې د ایران لخوا د سیمې د ورانولو ادعا کوي چې په تیرو کلونو کښې صهیونیسټ رژیم د غزې تړانګې او د لبنان پرضد جنګ پیلولو او په تهران کښې د ترهګرو اقداماتو په ترسره کولو سره ټوله سیمه د پراخ جنګ ګړنګ ته ورکاږلي ده.
د ایران سپاه پاسداران ځواک پرون د اسرائیلو وروستیو جنایتونو ته په ځواب کښې په لسګونو توغندیو سره د دغه رژیم په مهمو پوځي او امنیتي هدفونو باندې د بالیسټیک توغندیو حمله وکړه.