روسیه له خپل ځانه ددفاع لپاره هر اقدام کولی شی
فارس خبری آژانس راپورورکړ د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د دفاع وزیر او د روسیې دپوځ دلوړپوړو قوماندانانو په ټول کې ناټو ته خبر داری ورکړ هیواد ئې دخپل ځان د دفاع او دقدرت دانډول دساتلو لپاره هریو کار کولی شی .
پوتین په دغې غونډې کې دناټو ایئتلاف یو خطرناک ټیم وباله او پر لودیځ ئې دتوغندوی ضد دفاعی سسټم دځای پرځای کولو سره پر اړونده موافقو دسترګو دپټولو له امله سختې نیوکې وکړې .
دروسیې ولسمشر دتوغندوی ضد دفاعی سسټم په ځای پرځای کولو کې دناټو موخه د دغه پوځی تړون له خوا د روسیې په وړاندې دامتیاز اخستل وبلل .
ولادیمیر پوتین وویل ، دکرملین هدف دناټو دتوغندوی دفاعی سسټم درامینځة کیدا سره د اړونده ګواښونو پشمول ، دروسیې دامنیت په ضد دهر ډول پوځی ګواښ شنډول دی .
روسیې له ۲۰۱۴کاله راپه دې خوا دخپلو اروپائی پولو سره نزدې دلودیځ دپوځی توان دزیاتیدو اوپراختیا کتونکې ده . په دې ډول چې په ختیخی اروپا کې یعنی په پولینډ او رومانیا کې دامریکا دتوغندوی ضد دفاعی سسټم د دیره کولو له دوام سره په یووخت ، دلیتوانیا،لیتونی ، اوهمداراز دهنګری اومولدیویا پشمول دبالټیک حوزې په هیوادونو کې دناټو پوځیان له روسیې سره دیوال په دیوال دی . د روسیې ولسمشر له دې مخکې هم ویلی وو چې نیّت لری په یوې راتلونکی لسیزې کې د روسیې دپوځی اودفاعی توان دزیاتولو لپاره پوځی لګښتونه تر اوه سوه اویا میلیارډ ډالرو پورې ورسوی