دتهران او کابل چاپ ځينو نننیو ورځپاڼو ته کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i39883-دتهران_او_کابل_چاپ_ځينو_نننیو_ورځپاڼو_ته_کتنه
دتهران دپښتو خپرونې خوږومینه والو په دې شیبو کې له نننیو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کې یوو په پيل کې دتهران او ورپسې هم دکابل چاپ ځيني ورځپاڼې درسره شریکې کوو ،ترپایه راسره مله ووسئ
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Feb 01, 2017 12:09 Asia/Kabul
  • دتهران او کابل  چاپ ځينو نننیو ورځپاڼو ته کتنه

دتهران دپښتو خپرونې خوږومینه والو په دې شیبو کې له نننیو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کې یوو په پيل کې دتهران او ورپسې هم دکابل چاپ ځيني ورځپاڼې درسره شریکې کوو ،ترپایه راسره مله ووسئ

داهم دتهران ورځپاڼو په سر کې  جمهوری اسلامی ورځپاڼه ده چې   ایران  ته ئې  دفرانسې دخارجه وزیر د دوه ورځني سفر په باب  او دغه راز  په تهران کې دهغه  د لیدوکاتو  پروګرام ته ډير انعکاس ورکړی او ليکلي ئې دي ،   دایران او فرانسې خارجه وزیرانو  پرون  په  یولړ خبرواترو کې  دجامعې ایټمي موافقې  دلاښې اجرا په ضرورت په ټينګار سره  د ایټمي خبرواترو له بیاپيلولو سره   خپل روښانه مخالفت  اعلان کړی او   دغه راز ئې د دواړو هیوادونو  دسیاسی اوتجارتي   مناسباتو پر پراختیا ټينګار کړی دی .  همداراز  داسلامی ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف  ناوخته  دفرانسې له خارجه وزیرژاک مارک آيرو سره په ګډ خبری کنفرانس کې  ویلی دي ،  دجامعې ایټمي موافقې  داجرا په باب دایټمي انرژۍ له نړیوال آژانس او د ۵+۱‌ ډلې له غړو هیوادونو سره ئې  په خبرواترو کې  څو ځله  ویلی دي  چې ایران  خپلو ټولو ژمنو ته پابنده دی  او په بشپړ ډول ئې اجرا کړي دي او  ایټمي خبرواترو بیرته پيلول هیڅ امکان نه لري .

دایران داسلامی جمهوریت دفاع وزیر سردار حسین دهقان  دارمنستان له دفاع وزیر ویګن سرکیسیان سره  په خبرو کې  دې ته په اشارې سره  چې  په سیمې کې له ترهه ګرۍ سره چورلټه او دوامداره مبارزه   د اسلامی  ایران   اصولي سیاست دی ټينګار کړی ،    په نیواکي ټاټوبو کې  دښارګوټو  په پراخولو کې دصهونیسټ رژيم  وروستي خوځښتونه او  د نړیوالو قوانینو اواصولو ترپښو لاندې کول   ، په سیمې کې دنارکرارایو دزیاتولو  زمینې برابروي  چې  باید   ورسره هراړخیزه مقابله وشي .

ورځپاڼه  په دوام کې لیکي ،  دامریکا په بیلابیلو وزارتونو په تیره بیا په خارجه وزارت کې په لسګونو لوړپوړو چارواکو او  نورو کارکونکو  دکډوالو  په ضد په توپيری سیاستونو کې د امریکا دنوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ  په اقداماتو سختې نیوکې کړي او وئيلي ئې دي   دغه اقدامات به  دامریکا   سیاسی اواقتصادي ګټو ته دروند  ګوزار وکړي او په نړۍ کې به ئې منزوي کړي .  داپه داسې حال کې دي چې  دامریکا ولسمشر   دکډوالۍ په  باب دهغه پر سپيرو او جنجالي اقداماتو   دنیوکو په دلیل  د دغه هیواد لوئ  څارنوال هم له کاره څنګة کړي  او   په ډاګه ئې وئيلي دي، دهغه دغو اقداماتو سره چې که هرڅوک  مخالفت وکړي  نو له کاره به څنګة کړئ شي . داپه داسې حال کې دي چې   په  ۲۰۰۹ او ۲۰۱۰ کلونو کې  دنړۍ  په لسو غوره متفکرانو کې  شامل  او  دهارورډ پوهنتون دنړیوالو اړیکو   استاد پروفیسر  سټيفن مارتین  والټ  په یولړ څرګندونو کې ویلی دي ،  دډونالډ ټرمپ  له خوا د  دځينو مسلمانو هیوادونو ښاریزو ته د ویزو   دصادرولو  منع کیدا  یو ډول د مسلمانانو په ضد دینی تعصباتو ته هوا ورکول دي .

 د سورئې  ولسمشر بشار اسد دونزویلا له ولسمشر نیکولاس  مادرو سره په ټيلیفوني تماس کې  ویلی دي ،  هغه څه چې په سورئې   او ونزویلا کې روان دي،  حاکمیّت ته د دواړو هیوادونو دپابند کیدا  او دلودیځي دیکتاتورانواو دهغوي  دمتحدانو  د ردولو  بیّه ورکول دي .

دعراق دپوځ   جنګي الوتکو  د نینوا ولایت  په مرکز کې  واقع  موصل ښار په لودیځ کې  په میلیونونو اعلامیې  خپرې کړي دي چې  په موصل  په تیره بیا د دغه  جنګ ځپلي ښار  په لودیځي سیمو کې  د بریالیو عملیاتو دپیلیدو خبر ورکوي

دغې ورځپاڼې  همداراز   په افغانستان کې د مالی اواداري فساد په باب  د دغه هیواد دولسمشر  پر اندیښنو هم یوه مقاله لیکلې  او وئيلي ئې دي ،   دافغانستان  دبدبختیو یو ستر لامل  همدغه فساد او په ادارو کې اړۍ ګړۍ دي . په دغې مقالې کې لیکل شوي دي ،  افغان ولسمشر اشرف غنی فساد په هېواد کې د بې ثباتۍ عامل بللی  او په ډاګه یې وئيلي دي ، دا مهال یې په ملی دفاع وزارت کې اصلاحات  کړی او دغه مبارزه به نورو برخو ته هم پراخه شی.

غنی زیاته کړه افغانان یو خدمتګار، اغېزناک او پاک حکومت غواړی، زمونږ ټوله هڅه داده چې د خلکو دغه غوښتنه  پوره کړو."

هغه ویلی، له فساد سره د مبارزې په برخه کې لومړنۍ هڅې پیل او عملی شوی او حکومت د اداری فساد پر ضد مبارزه کې ټینګه اراده لری.

افغان ولسمشر   ویلي، فساد د هېواد د بې ثباتۍ یو ستر عامل دی او له دغې پدیدې سره جدی مبارزه اړینه ده چې دا مهال د خریداریو په بهیر کې په ځانګړی ډول ملی دفاع وزارت کې اصلاحات رامنځته شوی دی چې دغه اقدامات به نورو برخو ته هم پراخ شی."

تېره اونۍ د شفافیت د نړیوالې ادارې لخوا په خپور شوي کلني راپور کې افغانستان د نړۍ د سترو فاسدو هېوادونو له لېسـټه ویستل شوى او له درېیم مقامه اووم مقام ته تللى و.

  =   داهم کیهان ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلي دي ، دیمن    دملی پوځ او انصار ا... ولسی غورځنګ مبارزانو دسعودي عربستان دوهمه  جنګي کشتۍ هم  په توغندي ویشتي او تباه کړې ئې ده . ویل کیږي  دسعودي عربستان دغه  جنګي کشتۍ  دیمن په لوديځي سواحلو کې  چې  المدینه نوم ئې درلود، دفرانسې جوړه  وه او  دسمندر لاندې دنسکوریدا په وخت پکې  یو سل شپږاویا پوځيان او یوه چورلکه هم  موجوده وه   او دا ټول دیمن  دمظلوم ملت  دپوځ  په یوه ګائيډيډ توغندي  دسمندر  لاندې برخې ته  ولیږدول شوه . دسعودي عربستان رسنیو هم دغه   حمله تائيد کړې  خو دآل سعود رژيم   واکوالان هڅه کوي  دغه پيښه په یوه بل ډول توجیه کړي  او د دغې توغندوي حملې اهمیّت کم وبریښوي .

دصهونیسټ رژيم  هاآرتص  ورځپاڼې  پخپل یوه وروستی راپورو کې  د لبنان دحزب ا... ولسی غورځنګ  دتوغندوي قدرت او توان زیاتیدو ته په اشارې سره  ویلی دي ، صهونیسټان   دغه قدرت او توان ډير اندیښمن کړي دي  او  که  حزب ا..  مبارزان   په حیفا حمله وکړي ، نو  د دغو توغندیو په وسیله  به په هماغو لومړنیو شیبو کې  دحیفا اویانورو په نښه کونکو  ښآرونو   په لګسونو زره  خلک  دمرګ له ګواښ سره مخامخ شي .

انټرفکس  خبری آژانس  راپورورکړی   دروسیې مرستیال خارجه وزیرسرګئ ریابکوف  ویلی دي ،  دایران توغندوي آزموینې  هیڅکله هم  د  دغه هیواد دایټمي پروګرام په باب دملګروملتو دامنیت شورا  دپریکړه لیک خلاف ورزي نه ده  او  نه هم دجامعې ایټمي موافقې دکومې مادې  په خلاف  کار دی.  باید  امنیت شورا دنورو په لمسونې سره  داسې هیڅ  ډول اقدام ونه کړي  چې  دایران او ۵+۱ډلې ترمینځ  دشوي  جامعې ایټمي موافقې  له امله رامینځةشوی  ښه فرصت له مینځّه یوسي .

 دسعودي عربستان  داطلاعاتي ادارې مشر  خالد بن علی بن عبدا.... الحمیدان  ویلی دي ،شواهد اونښې نښانې ښئ  چې  په متحده عربی اماراتو کې  د دغه هیواد  دولی عهد  شیخ محمد بن زاید ال  نهیان  په ضد کودتا کیدونکي ده . هغه ویلی دي  ټول سیاسی شناندي  اټکل کوي  چې د شیخ  زاید بن سلطان  ال نهیان دوهم زوی  سلطان بن زاید  بن سلطان آل نهیان به ډیرزر  دشیخ محمد بن زاید  آل نهیان   په ضد دکودتا لپاره کوم اقدام وکړي . داهم ویل شوي چې  په دې اړه داماراتو دپوځ یوشمیر  قوماندانان هم  په دغې دسیسې کې شامل دي .

دسورئې پوځ  دحمص ولایت په یو شمیر سیمو کې  له تکفیری ترهه ګرو  یوشمیر کلي او ښارګي آزاد کړي او په دغو علمیاتو کې ئې په لسګونو  ترهه ګر هلاک او دهغوي  زیات شمیرپه سترو وسلو سنبال ګاډي او پوځي تجهیزات هم تباه کړي دي .

 دافغانستان  په ننګرهار کې  د داعشي ترهه ګرو  او طالبانوپه ضد دملی اردو  پاکونکي عملیات دوام لري او ویل کیږي چې په دغه ولایت کې  د داعشیانو په ضد په پاکونکو عملیاتو کې   دولس داعشیان هلاک او  یو شمیر نور هم ټپیان شوي دي 

 دپاکستان په مومندو قبایلی سیمې کې  دحکومتي  ځواکونو په عملیاتوکې  دترهه ګرو   وسله والو یوشمیر پټنځایونه  تباه او دهغوي   ستر تجهیزات هم تباه شوي دي .

 =    اوس هم رګرځو دکابل چاپ ځينوورځپاڼو ته چې  له انټرنیټه مو راخستی او له تاسو سره ئې هم شریکې کوو .

(باید ووایو چې دغه لیکنې د دغو ورځپاڼو خپل دریځونه دي )

د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د سولې پر موضوع او د روسیې او طالبانو د اړیکو پر څرنګوالي ډېر مطالب او تبصرې لیکلي دي.

ویسا ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په پاکستان کې د افغانستان د سفیر له قوله  لیکلي چې افغان حکومت له کوم شرط پرته له طالبانو سره خبرو ته چمتو دی.

په مطلب کې د عمر زاخېلوال له قوله ویل شوي چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د حضور عمده دلیل هم وسله وال طالبان دي او که د ده په خبره طالبان جګړه بس کړي نو د بهرنیو ځواکونو دشتون دلیل به پاتې نه شي.

په مطلب کې د ښاغلي زاخېلوال له قوله ویل شوي چې دوی په قطر کې د طالبانو له سیاسي دفتر سره په اړیکه کې دي او هر وخت چې طالبان وغواړي افغان حکومت مذاکراتو ته تیار دی.

=   هېواد دولتي ورځپاڼې هم په یوه مطلب کې پر همدې موضوع لیکنه خپره کړې او  د عمر زاخېلوال له قوله یې ویلي که بهرنیان د طالبانو له ملاتړه لاس واخلي نو افغان حکومت او طالبان سره جوړېدای شي.

په مطلب کې د ډاکټر زاخېلوال په حواله راغلي چې دوی د طالبانو له ځینو مشرانو او قومندانانو سره په تماس کې دي خو څرګنده کړې یې ده چې لا تر اوسه خبرې ورسره نه دي شوي.

په مطلب کې د زاخېلوال له قوله راغلي چې طالبان کولای شي هر راز وړاندیز د خبرو میز ته راوړي خو له مخکې  د شرایطو وړاندې کول ناسم دي.

=    چراغ ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې د روسیې او طالبانو د اړیکو په اړه لیکنه  خپره کړې.

په سرمقاله کې ویل شوي چې روسیه هڅه کوي له طالبانو سره د اړیکو له لارې په افغانستان کې د سولې د خبرو آترو خنډ وګرځي او په دې هېواد کې د ناټو او امریکا لاس ته راوړنې کمرنګه وښیي.

= او سرخط ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې لیکلي چې مسکو طالب وسله والو ته نوی  رنګ ورکوي.

سرمقاله لیکونکی وایي، تازه راپورونه څرګندوي چې روسیه، چین او پاکستان غواړي چې طالبانو ته په پاکستان کې رسمي دفترونه جوړ کړي.

د سرمقالې په وروستۍ برخه کې سپارښتنه شوې چې افغان حکومت باید د نړۍ د معتبرو اسلامي هېوادونو په مټ طالب جنګیالي سولې ته را مات او په دې هیواد کې د جګړې مخه ونیسي.