د عربي کړکیچ د هواري لپاره سیمې ته د امریکې د خارجه وزیر بې ګټې سفر پاې ته ورسید
(last modified Fri, 14 Jul 2017 03:17:07 GMT )
Jul 14, 2017 07:47 Asia/Kabul
  • د عربي کړکیچ د هواري لپاره سیمې ته د امریکې د خارجه وزیر بې ګټې سفر پاې ته ورسید

د امریکې د بهرنیو چارو وزیر چې د فارس خلیج د څنډې د عربو هیوادونو ترمینځ د ترټولو بد کړکیچ د هواري لپاره په کوشش کښې دغې سیمې ته تللی و، خپل بې ګټې سفر یې پاې ته ورسوه.

رکس ټیلرسون پرون مازیګر سیمې ته د خپل سفر په وروستۍ ورځ په دوحه کښې د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني سره وکتل او له څلورو عرب هیوادونو سره د دوحې د کړکیچ د بندون په هکله یې ورسره خبرې اترې وکړې.

ټیلرسون له دغې کتنې وروسته د خبریالانو د پوښتنو له ځواب ورکولو ډډه وکړه او په دې هکله یې هیڅ ونه ویل چې ګني له څلورو عربو هیوادونو سره د قطر د کړکیچ د هواري په لړ کښې کوم پرمختګ شوی دی که نه.

له دې مخکښې د قطر د بایکاټونکو څلورو هیوادونو یعنې عربستان، اماراتو، بحرین او مصر چارواکو وړمه ورځ په جده ښار کښې د امریکې له خارجه وزیر سره کتلي وو.

هغه عربستان ته له سفر مخکښې هم قطر او کویت ته تللی و او د دغو هیوادونو له چارواکو سره یې له قطر سره د فارس خلیج د څنډې د دریو هیوادونو او مصر په اړیکو کښې د روان کړکیچ په هکله د دغو هیوادونو له مسئولانو سره خبرې اترې کړې وې.

 

ټیګونه