دحج دستورې داسلامی امت دعقیدې دڅرګندولو لپاره غوره ځای دی
(last modified Sun, 30 Jul 2017 09:48:09 GMT )
Jul 30, 2017 14:18 Asia/Kabul
  • دحج دستورې داسلامی امت دعقیدې  دڅرګندولو لپاره غوره ځای دی

داسلامی انقلاب معظم لارښود په دې خبرې په ټینګار سره چې نور حکومتونه هم باید دحاجیانو دامنیت غوښتنهوکړی ، ووئیل ، باید دحاجیانو امنیت ،عزت او هوساینه وساتل شی ، ځیر ووسو چې دمسجدالحرام او منا غمیزې دې تکرار نشی .

 زمونږخبریال راپورراکړ  داسلامی انقلاب معظم لارښود  نن  دروان کال دحج  دمناسکو  د چاروالو  اومسئولانو په ټول کې  پخپلې وینا کې  وفرمائيل؛ حج دستورې خورا ښه ټولنیز ظرفیّت لري،او په هغو کې یوه موضوع ،د مسجد الاقصی اوقدس قضیه  ده چې نن سبا دصهونیسټ وحشي  اوغاصب رژیم دګستاخۍ ،بې شرمۍ اوخباثت  په علت  لازیات دپام  وړ  ګرځیدلي ده .

دوي همداراز  په دې خبرې په ټينګار سره چې  دفلسطین موضوع باید هیڅکله هم  هیره نشي ، دا مسئله ئې  داسلامی نړۍ یوه غوره اومهمه موضوع وبلله  او وې وئيل ، دمسلمانو ملتونو   په  تیره بیا  دفلسطین  الاقصی جومات  په پاب  ددریځونو  اوعقیدې دبیانولو لپاره  له بیت ا.... الحرام ، مکې مدینې  ،عرفات ،مشعر  اومنا پرته بل کوم ښه ځاي کیدلی شي . دوي  همدرااز  په اسلامی هیوادونو اوسیمې کې  دامریکا شرغواړي لاسوهنو اوشتون  او دتکفیری ترهه ګرو ډلو  راپنځیدا  یوه بله مهمه موضوع وبلله چې  باید  په حج کې مسلمان ملتونه  په دې باب  خپل غوره دریځونه اعلان کړي . حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي  زیاته کړې ،له ټولو ترهه ګرو بهیرونو  لازیات خبیث  اوشریر  پخپله دامریکا رژیم دی .

داسلامی انقلاب معظم لارښود دوحدت او یووالي موضوع ته  دمسلمانو ملتونو اهتمام   هم ډير مهم اوضروري وباله  او وې فرمائيل ، په داسې حال کې  چې   دمسلمانانو ترمینځ د دښمنۍ ،اختلاف  او درز د رامینځةکولو لپاره په میلیارډونوډالر خرڅ کیږي ،  مسلمانان هم بایدځیر اوهوښیار ووسي څو  له دغو اختلاف  اچونوسره مرسته ونه کړي .  

 دوي د حاجیانو دامنیت موضوع ډيره مهمه وبلله او زیاته ئې کړه ،  مونږ د ۱۳۹۴لمریز کال  دحج غمیزې  هیڅکله هم نه هیروو  ، دحاجیانو امنیت   د هغه هیواد په غاړه  دی چې  حیرمیّن شرفیّن ئې  په اختیار کې دي .

  داسلامی انقلاب معظم لارښود  په دې خبرې په ټينګار سره چې  نور  حکومتونه هم باید دحاجیانو دامنیت غوښتنه وکړي،ووئيل،باید  دحاجیانو امنیت،عزت او هوساینه وساتل شي، او ځيرووسوچې   د مسجدالحرام  او  منا غمیزې دې تکرار نشي .

 

 

ټیګونه