په بحرین کښې د جُمعې په لمانځه بندیز لاهم دوام لري
(last modified Sat, 30 Sep 2017 02:54:46 GMT )
Sep 30, 2017 07:24 Asia/Kabul
  • په بحرین کښې د جُمعې په لمانځه بندیز لاهم دوام لري

آل خلیفه پوځیانو پرله پسې په ۶۳ اونۍ د منامې د الدُراز سیمې د کلابندۍ په سختولو سره په دغې سیمې کښې د شیعیانو د جُمعې د لمانځه مخه ونیوله.

فارس خبري آژانش خبر ورکړی چې د الدراز په کلابندې سیمې کښې د شیعیانو د جمعې د لمانځه په ترسره کولو د بحرین د امنیتي ځواکونو لخوا له بندیز وروسته په امام صادق(ع) نومي جومات کښې موجودو لمونځ کونکو پرون هم د جمعې لمونځ په فردي توګه وکړ.

د بحرین رژیم د تیر کال د جون میاشتې څخه د لوړرتبه بحریني عالم شیخ عیسی قاسم د تابعیت په لغوه کولو او د هغه په محاکمې سره د دغه ستر عالم سیمه یعنې الدراز له امنیتي نظره سخته محاصره کړې ده.

په عین حال کښې د حسیني تاسوعا او عاشورا په رارسیدو سره د بحرین امیني ځواکونو د دغه هیواد په مختلفو سیمو باندې په یرغلونو سره عاشورايي مظاهر او نښې نښآنې غونډې کړې او حتی په امامباړو کښې یې د دغه هیواد د شیعیانو د مشر شیخ عیسی قاسم د نوم په اخیستو بندیز ولګوه.

 

ټیګونه