د فراه ولایت ځوانانو د حسیني عاشورا په مناسبت وینه ورکړه
د چارواکو په وينا، په دغه کمپاين کې د فراه ٣٠٠ځوانانو ګډون کړى و چې په ترڅ کې يې ١٥٠ زره سي سي وينه راټوله شوه.
د افغانستان د فراه ولايت يو شمېر ځوانانو د عاشورا په مناسبت د يوه کمپيان په ترڅ کې ١٥٠زره سي سي وينه ورکړه .
دغه کمپاين تېره ورځ د فراه په ملکي روغتون کې پيل شو .
د وينې ورکوونکو په استازيتوب حاجي عزت ا... نظري وويل، په دې ورځ د ماتم او ویر کولو ترڅنګ له نورو اړمنو سره مرسته د دغې ورځې ښه يادون دى.
ده وويل چې د فراه ځوانانو اړمنو ته د وينې د ورکړې له لارې دغه ورځ ونمانځله.
د فراه د عامې روغتيا رييس ډاکټر عبدالجبار شايق وويل، دا يو نيک اقدام دى چې له دغې وينې څخه به د نورو اړمنو ترڅنګ د امنيتي ځواکونو ټپيانو ته ترې هم ګټه واخيستل شي .
ددغه کمپاين يوتن ګډون وال مهمدي وويل، د وينې ورکړه نه يوازې ثواب دى، بلکې له نورو سره خواخوږي، يووالى او له ټپي امنيتي سرتېرو سره مرسته هم ده.
د چارواکو په وينا، په دغه کمپاين کې د فراه ٣٠٠ځوانانو ګډون کړى و چې په ترڅ کې يې ١٥٠ زره سي سي وينه راټوله شوه .