د عاشورا په ورځ دې امنیتي تابیاوې لاسختې شي
د افغانستان ولسمشر امنیتي ځواکونو ته امر وکړ چې د حسیني عاشورا په ورځ امنیتي تدابیر لاسخت کړي.
له کابله زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د افغانستان د ولسمشر مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل: په هغه بیړنۍ امنیتي غونډه کښې چې بیګا د لوړرتبه امنیتي چارواکو په ګډون ترسره شوه، ولسمشر محمد اشرف غني حکم وکړ چې امنیتي ځواکونه دې په پلازمینې کابل او نورو ښارونو او ولایتونو کښې د جوماتونو، حسینیو او حسیني ماتمیانو امنیت برابر کړي څو د هرډول ترهګرې حملې مخنیوی وشي.
د افغانستان د پوځي او پولیسي ځواکونو ترڅنګ ولسي ځواکونه هم د کابل ښار په جوماتونو، حسینیو او حتی سړکونو کښې د حسیني ماتمیانو د امنیت د تامینو لپاره تیارسي شوي دي.
اشرف غني دا څرګندونې په داسې حال کښې کړې دي چې د جمعې په ورځ د کابل په قلعه فتح ا... سیمې د حسینیې په وړاندې پر شیعه مسلمانانو ترهګره چاودنه وشوه چې پکښې شپږ تنه شهیدان او له دیرشو زیات زخمي شول.