د افغانستان مرستیال ولسمشر خلک د امام حسین په لاره تګ ته راوبلل
د افغانستان د ولسمشر مرستیال وویل: افغانان دې د امام حسین علیه السلام د پاڅون په پیروۍ سره د یوبل د عقایدو او باورونو احترام وکړي.
د آوا خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان د ولسمشر دویم مرستیال محمد سرور دانش د حسیني عاشورا په مناسبت د کابل د لویدیځ په نبوي جامع جومات کښې ټینګار وکړ: ۱ لالک ۲۴ زره پیغمبران ټول هغه غوره شخصتیونه وو چې انسانیت ته یې لارښوونه کوله.
هغه ټینګار وکړ نن سبا هم د پوهانو او لارښوونکو ترڅنګ د خلکو رول ډیر مهم دی ځکه چې د فردي او اجتماعي ژوند لپاره د دواړو شتون ډیر ضروري دی.
سرور دانش زیاته کړه: امام حسین علیه السلام د اسلامي امت د عالمانو او پوهانو په اړه ویلي دي چې که تاسو د ظلم په وړاندې مقاومت ونه کړئ نو ستاسو ځاې به یوه ظالمه ډله ونیسي. له دې امله چې اسلامي ټولنه له نظام پرته ژوند نه شي کولی نو بس د یو پوه، لارښوونکي او هدایتونکي شتون ضروري دی څو د خلکو په مرستې سره د چارو برابرول او اداره کول په لاس کښې ولري.
دانش وویل چې د افغانستان حالاتو او وضعه نن سبا ښه شوې او باید له دې فرصته ګټه پورته کړو. هغه زیاته کړه، په افغانستان کښې د زیاتره بدبختیو جرړه د یوبل د عقایدو او باورونو احترام نه سال پاتې شوې او داسې ستر جنګونه یې رامینځته کړي چې خلک یې تباه کړل.