په هیواد کښې د ناامنۍ په وړاندې باید خپل یووالی وساتو
د افغانستان د سولې د عالي شورا رييس وايي داسې هڅې روانې دي چې افغانستان د نيابتي جګړو په ميدان بدل شي، خو اجازه به ور نه کړي چې هېواد يې په دويمې سوريې بدل شي.
د سولې د عالي شورا مشر محمد کريم خليلي چې نن يې په کابل کې د عاشورا په مناسبت په جوړو شويو مراسمو کې ګډون کړى و، وويل چې يووالى د امام حسين (ع) ژوندى پيغام دى او افغانستان اوس سخت يووالي اړتيا لري .
هغه زياته کړه (( موږ بايد په افغانستان کې داسې يووالى ټينګ کړو چې دښمنان مو په هيڅ صورت يو کوچنى زيان هم را ونه رسوي او د عاشورا په مراسمو کې به چاته اجازه ور نه کړو چې کوچنۍ خبره، دریځ او شعار يې ملي يووالي ته زيان ورسوي. ))
خليلي زياته کړه : (( د افغانستان جګړه د افغانانو نه ده، دا يو تپل شوى جنګ دى او د دغه جنګ پر وړاندې لکه څرنګه چې د جهاد پرمهال يو وو او په يووالي سره مو له هېواده دفاع وکړه له ملي يووالي هم بايد په کلکه دفاع وکړو چې اوس ورته ډېره اړتيا ده .))
هغه وويل (( د جهاد پرمهال هزاره ، پښتون، تاجک، ازيک، ترکمن، سني او شعيه ټول د وروڼو په څېر په يوه سنګر کې وو.))
دده په وينا، سوله يوه اړتيا ده او په دې برخه کې به له هيڅ راز هلو ځلو ډډه ونه کړي.
هغه له نړيوالو وغوښتل چې افغانستان کې د سولې د ټينګښت په برخه کې مرسته وکړي او دلته جګړه د هيڅ هېواد په ګټه نه ده .
خليلي د خبرو په پاى کې ټول افغانان د حکومت ملاتړ ته راوبلل .