وهابیت ته مو د امریکې په غوښتنه پراختیا ورکړه
د عربستان ولیعهد محمد بن سلمان داده شو چې په نړۍ کښې د وهابیت په پراختیا باندې د ریاض تمرکز د امریکې په غوښتنه او له ۱۹۴۷نه تر ۱۹۹۱ کاله پورې د ساړه جنګ په دوران کښې له ختیځ بلاک سره د مقابلې په موخه و.
د ایرنا د خبر له مخې سعودي ولیعهد محمد بن سلمان له واشنګټن پوسټ سره په مرکه کښې د وهابیت د تندلارو افکارو د پراختیا لپاره د سوړ جنګ په دوران کښې د سعودي د انډیوالانو په رول باندې په اعتراف سره هڅه وکړه چې د عربستان رژيم له وهابي ترهګرۍ په ملاتړ کښې بري کړي.
د عربستان ولیعهد له وهابي ترهګرۍ د ریاض د ملاتړ په هکله وویل: د وهابیت په پراختیا د عربستان پانګونه د سوړ جنګ په پړاؤ کښې د خپلو انډیوالانو په غوښتنه او په اسلامي هیوادونو کښې د پخواني شوروي د شتون او نفوذ د مخنیوي لپاره وه.
بن سلمان مدعي شو چې اوس د عربستان په سیاست کښې د بیا کتنې او غور وخت رارسیدلی دی.
د عربستان ولیعهد زیاته کړه: د وهابیت مالي تامین زیاتره د پرائیویټ سیکټر د موسسو له لارې چې مرکزونه یې په عربستان کښې دي، ترسره کیږي.
د عراق چارواکي او خلک سعودي عربستان، له ۲۰۱۴ نه تر ۲۰۱۷ کاله پورې د عراق د نیواک او ټوټې کولو لپاره د داعش ترهګرې ډلې د مالي تامین او سیاسي ملاتړ یو نیغپه نیغه عامل ګڼي.