نوی ډیلی: ملایشیا دې ذاکر نایک راوسپاري
(last modified Sun, 01 Apr 2018 03:09:12 GMT )
Apr 01, 2018 07:39 Asia/Kabul
  • نوی ډیلی: ملایشیا دې ذاکر نایک راوسپاري

د هندوستان حکومت له ملایشیا وغوښتل چې د هند د تندلارې او سلفي ډلې مشر ذاکر نایک دغه هیواد ته وسپاري.

د ایرنا د خبر له مخې د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت پرون د ذاکر نایک د ورسپارلو درخواست د ملایشیا چارواکو ته لیږلی دی.

د ملایشیا په پلازمینه کوالالمپور کښې یوه محکمه به په دې لړ کښې د هندوستان په غوښتنې غور وکړي.

دا خبر په داسې حال کښې خپریږي چې ملایشیا له دې مخکښې، هندوستان ته د ذاکر نایک د ورسپارلو لپاره خپل چمتووالی څرګند کړی و.

ذاکر نایک چې د سعودي عربستان لخوا یې مالي مرسته کیږي، څه باندې یو کال مخکښې د سلفي توب او وهابیت د افکارو په دودولو له تورنیدو وروسته له هنده تښتیدلی دی.

د هندوستان د ملي تحقیقاتو ادارې د ذاکر نایک د نیولو حکم ورکړی دی.

له دې مخکښې د هندوستان د کورنیو چارو وزارت هم ویلي وو چې د تندلارو او سلفي ډلو مشر ذاکر نایک لمسونکې او راپارونکې ویناوې کړې دي او خلک یې په ترهګرو ډلو کښې شاملیدو ته هڅولي دي.

 

ټیګونه