ترکیې د عربستان ترمشرۍ لاندې پر یمن د تیري کونکي ائتلاف د جنایتونو په دوام نیوکه وکړه
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر د عربستان په مشرۍ په یمن باندې د تیري کونکي ائتلاف د جنایتونو په دوام باندې په نیوکې سره د سعودي رژيم له چارواکو وغوښتل چې د یمن د خلکو بمبارول او وژل دې زرترزره بند کړي.
مولود چاووش اوغلو د ترکیې په پارلیمان کښې په یمن کښې له روان انساني کړکیچه د اندیښنې په څرګندولو سره ټینګار وکړ: د عربستان ترمشرۍ لاندې پر یمن د تیري کونکي ائتلاف لخوا د دخه هیواد د کلابندۍ او د خلکو د وژلې دوام د انقرې حکومت ته د منلو وړ نه دی.
چاووش اوغلو په دې خبرې سره چې ترکیه یمن ته د انساندوستانه مرستو په لیږلو کښې له ډیرو ستونزو سره مخامخ ده، څرګنده کړه: د دغه هیواد ډیر خلک د سختې لوږې یا نارغیو له امله د مرګ له خطر سره مخ دي خو ترکیه به په دې لړ کښې غلې پاتې نه شي.
ترک خارجه وزیر همداشان زیاته کړه: انقره د یمن د کړکیچ د هواري او دغه هیواد ته د امنیت د ستنولو لپاره د هلوځلو په چوکاټ کښې له تهران سره ډیرې رغنده سلامشورې لري او د یمن د خلکو د کړاؤنو او غمونو د کمولو لپاره د ملګرو ملتو د کوششونو ملاتړ کوي.
د ویلو ده چې د عربستان په مشرۍ په یمن باندې تیري کونکي ائتلاف د ځمکې، سمندر او هوا له لارې د دغه هیواد په کلابندولو سره یمنیان د خوړو او درملو له سخت کمي سره مخ کړي دي.
د ۲۰۱۵ کال له مارچ میاشتې د عربستان په مشرۍ پر یمن د تیري ګر ائتلاف د حملو په وجه له څوارلسو زرو زیات یمنیان مړه شوي، لسګونه زره زخمي شوي او میلیونونه نور بې کوره شوي دي.