په مینځنۍ آسیا کې د وریښمنو دلارې دغړو د ویزې دپلان اجرا
(last modified Tue, 25 Dec 2018 11:55:04 GMT )
Dec 25, 2018 16:25 Asia/Kabul
  • په مینځنۍ آسیا کې  د وریښمنو دلارې دغړو  د ویزې  دپلان اجرا

دتهران دپښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږومینه والو په دې شیبوکې په مینځنيۍآسیاسیمې کې د وریښمو د لارې د غړو هیوادونود ګډې ویزې د پلان د اجرا په باب له یوه لنډمطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو، په دې مطلب کې به د مینځنۍ آسیا د وریښمو د لارې دغړو هیوادونودمشترکې ویزې د پلان(visa Silk)په باب درسره وغږیږو، هیله ده ترپایه راسره ملۀ ووسئ .

د ازبکستان د  ټوریزم د حکومتي کمیشن مرستیال  او لوګ بیک کاسیم  خوجایوف په همداوروستیو کې دې ته په اشارې سره چې د۲۰۱۹کال  له فرورۍ  میاشت  څخه ،د مینځنۍ آسیا  د ګډې  اومشترکې ویزې  دپلان اجرا پیلیږي،روښانه کړې،دغه ویزا مینځني ختیځ سیمې ته او په کلی ډول  د بهرنیو سیلانیانو دلازیاتې جلبیدو او نړیوالو ته ددغې سیمې لازیاتې معرفۍ لپاره دګډ اقدام په موخې سره،کارول کیږي .

 د مینځنۍ آسیا سیمې د مشترکې ویزې پلان (سیلکا ویزا) چې د    وریښمنو  ویزې په نامې سره هم یادیږي،د شینګن ویزې په څير ده چې په اروپائي اتحادئې کې او ددغې اتحادئې  په غړو هیوادونو کې دود ده . شینګن سیمه  د اروپا شپږویشت غړي هیوادونه لري . دغو هیوادونو موافقه کړې ده،چې  دهغوی ښاریز په آزاد ډول او دیوه واحد هیواد په څير په درستې اورپائي اتحادئې کې له ویزې پرته  سفرونه وکړي .

                دګډې ویزې دپلان دکارولو په خاطر دمینځنۍ آسیا د هیوادونو د حکومتونو هڅه په داسې حال کې ده،چې  ددغې حوزې   هیوادونو،دمناسبو عایداتو د نه شتون په دلیل  ځانونه  د نورو هیوادونو دښاریزو لپاره د ویزې د صادرولو له امله  عایداتو ته اړمن ښودلي دي . په حقیقت کې،د ویزې ترلاسه کول دمینځنۍ ختیځ د هیوادونو په تیره بیا د تاجیکستان او قرغزستان   د عایداتو یوه سرچینه  ده .

د مینځنۍ آسیا دجمهوریتونو ترمینځ  د مشترکې او ګډې ویزې پلان، دروان کال په اووړي کې او د ګډو ګټو د خپلواکه هیوادونو د ټوریزم دشورا په غونډې کې د قزاقستان په وسیله مطرح شوی  دی .د قزاقستان د کلتور او سپورټي چارو د وزارت  د ټوریزم د کمیټې  مشر مینّورا موزامدیوا  د ګډو ګټو  د خپلواکه هیوادونو د ټوریزم د شورا د غونډې  له ترسره کیدا وروسته   په دوشنبې ورځې  دتاجیکستان   له رسندویو سره په خبرو کې  وئيلي وو ،  دغه پلان  هغه وړاندیز کړی دی،او  دهغه په اساس به  یو نړیوال سیلانی، د ویزې له ترلاسه کولو وروسته  د دې  مجاز وي،چې  په آزاده توګه دمینځنۍ آسیا  هر یوه هیواد ته چې  د وریښمو دلارې په حوزې کې راځي،سفر وکړي .   د  آستانې دغه لوړپوړي چارواکي همداراز روښانه کړې ده ،ټاکل شوې ده  چې  دغه پلان  په پیل کې د ازبکستان او قزاقستان ترمینځ پیل شی او وروسته  د مینځنۍ آسیا،قفقاز او نورو آسیائي هیوادونو او حتی د ختیځې اروپا  هیوادونواوجمهوریتونو ته  هم پراخ او وغزیږي .

                   دوستانو د مینځنۍ آسیا سیمې د نوموړو هیوادونو د لوړپوړو چارواکو  له ډيرو هلوځلو سره سره،واقعیّت دادی چې  دمینځنۍ آسیا او قفقاز سیمې جمهوریتونو له دې مخکې د شوروي  اتحاد په چوکاټ کې  د شوروي اتحاد په جمهوریتونو کې د څه دپاسه  اوو  لسیزو پورې  تګ راتګ  تجروبه کړی دی .دخپلواکۍله کابو درو لسیزو تیریداسره سره،دغه جمهوریتونه  هماغه راز  له پخواني نظام څخه له استفادې سره ګروهنه لري .په تیره بیا داچې د شوروي اتحاد د جمهوریتونو د اتحاد  لارې سړکونه او ریل پټلۍ  داسې پلان او اجرا شوي دي، چې سفرکونکی،د څو هیوادونو له پولو له   تیریدا وروسته  مقصد ته رسید.

           دمینځنۍآسیاهیوادونو له خپلواکۍ وروسته دتګ راتګ دغه لاره  د مینځنۍآسیاسیمې د هیوادونو د ښاریزو لپاره په یوې جدي ستونزې بدله شوې ده.په حقیقت کې،له وریښمو د لارې له ویزې  استفاده وشي،نو د مینځنۍآسیاسیمې د هیوادونوښاریزبه د ګډوګټو په نوروخپلواکه  جمهوریتونو کې  د تګ راتګ په باب اندیښنې  ونه لري  او  د شوروی  دپړاؤ  په څير  به ورته تګ راتګ نوره هم آسان شی  او  دغه راز به د سیمې د  خلکو  په اقتصادي وضعیّت  ښې  اغیزې وشیندي او  او ورسره به د دغې درستې سیمې  د اوسیدونکو لپاره  د کارکسب   لازیاتې آسانتیاوې هم برابرې کړي ، چې  په دغې سیمې کې به نه یوازې  د بې ثباتۍ  او ناکراریو  او دغه راز د بې وځلۍ له ختمولو سره ډيره زیاته مرسته وکړي،بلکې دسیمې د هیوادونو د ښاریزو  دنړۍ له نورو سیمو سره د خلکو  په تګ راتګ  به  دفکرونو او علمی تفکراتو او  تحروبو د مبادلې زمینې هم برابرې شي .

               دوستانو  دمینځنۍ ختیځ سیمې د   هیوادونو  او د وریښمو دلارې د غړو هیوادونو  د مشترکې ویزې او  راشه دیرشه په باب د مطلب وخت هم همدومره ؤ نو، له تاسو  هم  اجازه غواړو .

(سیماب)

******************************************************************************************************************************

ټیګونه