هندوستان له پاکستان سره په خپله ګډه پوله اته امریکايي هیلي کوپټرې ودرولې
(last modified Wed, 04 Sep 2019 05:40:31 GMT )
Sep 04, 2019 10:10 Asia/Kabul
  • هندوستان له پاکستان سره په خپله ګډه پوله اته امریکايي هیلي کوپټرې ودرولې

د هندوستان د پوځ هوائي ځواکونو له پاکستان سره د دغه هیواد په سرحدي سیمه کښې د امریکې جوړ اته جنګي چورلکې ځاې پرځاې کړې دي.

د هندوستان د پوځ هوائي ځواکونو له پاکستان سره د دغه هیواد په سرحدي سیمه کښې د امریکې جوړ اته جنګي چورلکې ځاې پرځاې کړې دي.

د فارس خبري آژانس د خبر له مخې د هندوستان د هوايي پوځ قومندان «بیرندر سینګ دانوا» (Birender Singh Dhanoa)  پرون وویل چې د دغه هیواد پوځ له پاکستان سره د هندوستان د پ،لې په ۱۴۵ کیلومیټرۍ کښې په پټانکوټ هوايي اډه کښې «ای‌اچ-۶۴ آپاچی »( AH-64 Apache)  هیلي کوپترونه درولې دي.

د هندوستان د هوايي ځواک قومندان هم داشان وویل چې دغه چورلکې د ډزو او د ټانک ضده ګایډډ توغندیو د کارولو او هم داشان د هوايي اهدافو د ویشتلو او نورو مهماتو   په لرلو سربیره د (الیکټرانک جنګ) ماډرن توانمنۍ هم لري.

د هندوستان پوځ د روسیې د (میل-۲۵) پخوانیو چورلکو ځاې د امریکې اپاچي نومې بریدګرو هیلي کوپټرو ته ورکړی دی.

 

ټیګونه