ورځپاڼو ته کتنه ۱۱-۸-۹۸
ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې يوو له هر څه مخکې به د تهران چاپ ځينو ورځپاڼو مهمو سرټکو ته ستاسو پام راوګرځوو:
وړومبې به هم د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کښې د ايران د اسلامي جمهوريت د خارجه وزير له قوله وليکل: ایرانیان به هیڅ کله زور ته تسلیم نه شي. محمد جواد ظريف د خپل هیواد خلاف د امریکې نویو بندیزونو ته په اشارې سره تاکيد وکړ چې امریکه حتی که د ایران په ټولو سړیو، ښځو او ماشومانو باندې بندیزونه ولګوي هغوي به بیا هم زور وینې او بدماشۍ ته تسلیم نه شي.
د ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف پرون په خپل ټویټر اکاؤنټ کښې ولیکل: د ایران د ودانۍ جوړونې (کنسټرکشن) د برخې د کارکونکو خلاف د امریکې اقتصادي ترهګري یوازې د واشنګټن د زیات نه زیات دباؤ د سیاست د ماتې بیانونکې ده.
ظریف زیاته کړه چې امریکه دې د ځان د لا زیات ګیرولو په ځاے، له خپلو ماته خوړلو سیاستونو لاس واخلي او ایټمي موافقې ته دې راستنه شي.
ورځپاڼې د تهران د جُمعې د نمانځه د خطيب له قوله وليکل: د عراق د مشکلاتو عامله امریکه ده.
د تهران د جمعې د نمانځه خطیب د عراق بدلونونو ته په اشارې سره تاکيد وکړ ، د امریکې حکومت له تیرو شپاړسو کلونو راهسې د جنګي تاوان په نامه هره ورځ د عراق څه باندې یو میلیون بیرل تیل لوټي او د عراق د اقتصادي ستونزو یوه ستره وجه امریکه ده.
آیت ا... محمد علي موحدي کرماني د تهران د جمعې د نمانځه په خطبو کښې په دې خبرې سره چې دښمن غواړي د سیمې په هیوادونو کښې یو فرصت پېدا کړي او ترې ګټه پورته کړي، زیاته کړه: په عراق کښې د امریکې سفیر ښه په جار د تشدد ملاتړ کوي او د عراق فوځي ځواکونه په ډاګه د دغو کړنو له کنټرولولو منع کوي.
---------
د تهران چاپ جمهوري اسلامي ورځپاڼې بیا د عراق د تقليد مرجع آيت ا... سيد علي سيستاني په حوالې سره وليکل: هيڅ بهرنے لورے پکار دي د عراقيانو په اراده کښې تصرف ونه کړي. هغه زياته کړه، بايد اجازه ورنکړې شي چې عراق د د کورني جنګ، ګډوډيو او ويرانيو لوري ته ديکه کړې شي.
آيت ا... سيستاني په عراق کښې د خلقو له روا غوښتنو او صلح ايزو مظاهرو څخه په ملاتړ سره په دې وروستيو ورځو کښې د مظاهره کونکو ترمېنځ په نښتو او تاوتريخوالو سخته خواښيني څرګنده کړه او خلق يې صلحې ، او امن ته راوبلل.
--------
د تهران چاپ کېهان ورځپاڼې بيا د عراقي سرچينو له قوله وليکل: عراقي مظاهره چیانو بیګا د بغداد په التحریر چوک کښې د امریکې او صهیونیسټي رژيم بیرغونه وسوزول او د عراق په کورنيو چارو کښې د امریکې او صهيونېسټ رژيم د لاسوهنو په خلاف يې شعارونه ورکړل. هغوي وویل چې امریکه او صهیونیسټي رژیم د دوي د معیشتي اعتراضونو د بې لارې کولو هڅه کوي.
ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وليکل: د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر وړومبي مرستیال تاکيد وکړ چې د سیمه ایزو سازمانونو په پیاوړې کولو سره د امریکې له یواړخیز پالنې سره مقابله کیدی شي.
اسحاق جهانګیري پرون د تاشقند په هوايي ډګر کښې خبریالانو ته وویل: د نړیوالو مسائلو هوارے او نړیوال مدیریت د څواړخیز پالنې له لارې ممکن او شونې دے.
هغه د شنګهائي د ملګرتیا د تنظيم د غړو هیوادونو د وزیراعظمانو په اولسمې غونډې کښې د ګډون لپاره تاشقند ته د خپل سفر په هکله څرګنده کړه: د شنګهائي د ملګرتیا تنظیم د اقتصادي، سیاسي او امنیتي ملګرتیا لپاره ډیر ستر ظرفیت لري او د دې تنظيم غړي هیوادونه کولې شي چې په دغو ظرفیتونو او وړتیاؤ باندې په ملا تړلو سره خپله ملګرتیا پراخه کړي.
----------
د تهران چاپ یوې بلې ايران نومې ورځپاڼې بيا وليکل: د ایران او افغانستان لوړ رتبه چارواکو سره وکتل.
د افغانستان د حکومت اجرائي مشر په تاشقند کښې د شنګهايي د ملګرتیا سازمان د غړو هیوادونو د وزیراعظمانو د غونډې ترڅنګ د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر له وړومبي مرستیال سره ملاقات وکړ.
د اسلامي ایران وړومبي مرستیال اسحاق جهانګیري او د افغانستان اجرايي رييس عبدا... عبدا... په دغه کتنه کښې د دوه اړخیزو ملګرتیاؤ په تیره بیا په اقتصادي او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کښې د همکارۍ په پراخولو تاکيد وکړ.
----------
اوس به راشو د پاکستان ورځپاڼو ته چې په سر کښې هم جنګ ورځپاڼه رااخلو چې د دغه هېواد د جمعيت علمای اسلام د فضل څانګې د مشر فضل الرحمان په مشرۍ د آزادۍ نومې لاريون په اړه يې وليکل، مولانا فضل الرحمان بیګا په اسلام آباد کښې د پاکستان له وزیراعظمۍ د عمران خان د استعفا ورکولو غوښتونکی شو. فضل الرحمان چې د پاکستان په پلازمینې اسلام آباد کښې د حکومت د زرګونو مخالفانو د اعتراضي ناستې مشري کوي، عمران خان ته یې د الټي میټم په ورکولو سره وویل چې هغه له قدرته د څنګته کیدو لپاره یوازې ۴۸ ساعتونه وخت لري. هغه زياته کړه که عمران خان او د هغه حکومتي چارواکو استعفاګانې ورنکړې نو مظاهره کونکي به يې له کورونو څخه ونيسي.
ورځپاڼې بيا د پاکستان د وزيراعظم له قوله وليکل: عمران خان په سړکونو باندې د جمعیت علمای اسلام ګوند د کسانو له شتونه د خواښینۍ په څرګندولو سره وویل: د فضل الرحمان په شتون سره صهیونزم د پاکستان د خرابولو لپاره بلې مهرې ته هیڅ ضرورت نه لري.
عمران خان په دې ټکي باندې په تاکيد سره چې د فضل الرحمان اعتراضي اقدامات د هندوستان په ګټه دي، زیاته کړه: چې فضل الرحمان وي نو د پاکستان دښمنان له یهودو او صهیونزم سره بل کوم ملګري ته اړتیا نه لري.
هغه چې پرون ګلګت ته تلی و، د اپوزیشن ګوندونو د اتحاد نشتوالي ته په اشارې سره یې زیاته کړه: که له پیپلز پارټۍ پوښتنه وکړئ نو وايي چې د ګرانۍ په وجه یې مظاهرې کړې دي، جمعیت علمای اسلام فضل ګوند د حکومت د پرځولو په تکل کښې دے او مسلم لیګ نواز ګوند هم د خپلو مشرانو د آزادۍ په لټه کښې دے.هغه زیاته کړه، فضل الرحمان د پاکستان ګټو ته تاوان رسوي.
-------
او دا هم د کابل چاپ ورځپاڼې په دغو وېسا ورځپاڼې د سي آئي اے د اړوندو وسله والو جنايات تر کومه؟! ترعنوان لاندې په خپله سرمقاله کښې وليکل: د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د یوې څېړنې په پایله کې ویلي چې په افغانستان کې د امریکې سي آئي اے اړوند وسله وال په بشري جنایاتو کې ښکېل دي او دوی ډېر ځله عام خلک وژلي او وحشتونه یې ترسره کړي دي، دې سازمان د دغو ډلو چې د دوی په قول د صفر یو تر صفر څلور، او د خوست د کمپاین په نوم ځواکونه پکې شامل دي په دې جنایاتو کې ښکېل بولي او ددې غوښتنه یې کړې چې دغه ځواکونه باید منحل او بې وسلې کړای شي.
ورځپاڼه زياتوي په ننګرهار کې د څلورو وروڼو وژل او په یو شمېر نورو ولایتونو کې د لسګونو کسانو وژنه یې د بېلګې په دود یادې کړې دي. دا لومړی ځل هم نه دی چې د یادو ځواکونو د بې رحمیو او وحشتونو په باب غږونه اوچت شوي دي او آن د قربانیانو د کورنیو او نورو عامو خلکو لخوا د دغو ځواکونو پر خلاف لاریونونه شوي دي، یوناما او یو شمېر نورو نړیوالو او افغاني ادارو او شخصیتونو سختې نیوکې پرې کړي دي، خو داوړومبې ځل دی چې د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان چې په نړیواله کچه د بشري حقونو اړوندو پېښو په باب غبرګون ښیي داسې په وضاحت رپوټ خپور کړ او د دغو ځواکونو د منحل کېدو غوښتنه وشوه.
ورځپاڼې بيا د عدالت او پراختیا ګوند له قوله وليکل:د صلحې په تړاو د ولسمشر غني طرحه نیمګړې ده.
د سولې لپاره د ولسمشر غني اووه ماده ییزه طرحه چې له طالبانو سره د خبرو لپاره پکې بیلابیل پړاوونه په پام کې نیول شوي له نیوکو سره مخ شوې ده.
د افغانستان د عدالت او پراختیا ګوند مشر سیدجواد حسیني وایي، د سولې د خبرو لپاره د ولسمشر غني طرحه نیمګړې ده او د خبرو د پرمخ وړلو لپاره موازي جوړښتونه رامنځ ته شوي چې پایله نه ورکوي.
-------
دنیا ورځپاڼه هم لیکي،د سولې لپاره د ولسمشر غني طرحه نېمګړې ده.
وړاندې په سرمقاله کې راغلي، د سولې لپاره د ولسمشر غني اووه ماده ییزه طرحه چې له طالبانو سره د خبرو لپاره پکې بیلابیل پړاونه په پام کې نیول شوي له نیوکو سره مخ شوې ده.
سرمقاله لیکوونکی لیکلي، په داسې حال کې چې په راتلونکو څو ورځو کې به د چین په کوربه توب، په بیجېنګ کې بین الافغاني ناسته جوړه شي خو حکومت تراوسه د سولې لپاره ټول شموله مذاکراتي پلاوی نه دی جوړ کړی.
------
هیواد دولتي ورځپاڼې بیا خپله سرمقاله په دې پوښتنې پیل کړې، د ټاکنو د لومړنیو پایلو په اعلان کې ځنډ د څه لپاره؟
وړاندې په سرمقاله کې راغلي، په دې وروستیو کې د ټاکنو کمیسیون ته د بهرنیو هېوادونو د سفیرانو تګ راتګ زیات شوی او کمیسیون د تخنیکي ستونزو له امله د ټاکنو د لومړنیو پایلو لپاره نوې نېټه د روانې لړم میاشتي ۲۳ مه ټاکلې ده.
د سرمقاله لیکوونکي په باور، د ټاکنو خپلواک کمیسیون باید خپلې چارې په خپل وخت بشپړې کړې وای، که پر ټاکنیز سیستم سایبري بریدونه هم کېږي، نو مسوول کسان باید ځواب ورکړي، ځکه هغوی د دا ډول بریدونو د مخنیوي لپاره ګومارل شوي او باید خپل دفاعي سیستم له مخکې عیار او د سایبري بریدونو مخنیوی یې کړی وای.
د سرمقالې په ورستۍ برخه کې راغلي، که چیري په دې او پر بله هره پلمه د ټاکنو د پایلو اعلان ځنډيږي، نو دا جرم دی او دا حالت هېڅ لوري ته زغم وړ نه دی.
----------