هند نوی توغندی په بریالیتوب سره ازمویلی
(last modified Wed, 04 Dec 2019 10:20:45 GMT )
Dec 04, 2019 14:50 Asia/Kabul
  • هند نوی توغندی په بریالیتوب سره ازمویلی

ایرنا خبری اژانس وایی هندوستان پریتوی دوه (Prithvi-2) په نوم ځایی توغندی چې اټومی خولۍ وړلی شی په اوړیسا صوبې کښې په چاندی پور سیمه کښې له یوه(۱) پلیټ فارم څخه په بریالیتوب سره وزمویه .

د هندوستان د دفاع وزارت یوه (۱) ویاند چې نوم یې نه دی ښودل شوی وویل دغه توغندی بیګا او د پریتوی دوه (Prithvi-2) په نوم د توغندیو د ازمویلو د عملیاتو د یوې (۱) برخې په توګه توغول شوی دی .

د هندوستان د پریتوی دوه توغندی وروستۍ ازموینه په تیرې نوامبر میاشتې کښې شوی وه خو نوی ډیلی تیره اونۍ هم اګنی دوه بلاسټیک توغندی چې اټومی خولۍ وړلی شی په بریالیتوب سره ازمویلی وو .

هندوستان تل له پاکستان سره په ښکاره سیالۍ کښې په بیلابیلو توغندوی ازموینو سره د خپل پوځی قدرت د زیاتولو هڅه کوی چې دغه سیالۍ تل د نړیوالې ټولنې اندیښنه راپارولی ده .

 

ټیګونه