چین د امریکې د پيړۍ د معاملې په شرمناکې طرحې نیواکه وکړه
Feb 12, 2020 16:18 Asia/Kabul
په ملګرو ملتو کښې د چین استازي د پيړۍ د معاملې په نامه شرمناکې امریکايي-صهیونیسټي طرحې باندې سخته نیوکه وکړه.
په ملګرو ملتو کښې د چین استازي د پيړۍ د معاملې په نامه شرمناکې امریکايي-صهیونیسټي طرحې باندې سخته نیوکه وکړه.
د شینهوا خبري آژانس د خبر له مخې جانګ جون د فلسطین د موضوع په هکله د ملګرو ملتو په امنیت شورا کښې وویل: بیجنګ د پيړۍ د معاملې د طرحې په وړاندې هم هغه شان د فلسطین د عدالت غوښتنې او د هغوي د روا حقوقو د اعادې ملاتړ کوي.
په ملګرو ملتو کښې د چین سفیر هم داشان له صهیونیسټي رژیمه وغوښتل چې د صهیونیسټ میشتو ښارګیو جوړول او د غزې تړانګې سخته محاصره ختمه کړي.