کورونا وایروس نور خلک هم وژلي دي
زمونږ خبریال وايي په چین کښې د کورونا وایروس له کبله د وژل شویو او په دغه وایروس د ککړیدونکو کسانو شمیر په زیاتیدا دی .
دا په داسې حال کښې دي چې د چین حکومتي چارواکو د کورونا وایروس له کبله د وژل شویو او په دغه وایروس د ککړیدونکو کسانو د ګڼلو روده بدله کړي ده .
دغه چارې دغه اندیښنه رامینځته کړي ده چې کورونا وایروس له هغه څه چې راپورونه یې ورکول کیږي ډیر زیات خپور شوی .
په چین کښې د کورونا وایروس له کبله تراوسه دیارلس سوه پینځه پنځوس (۱۳۵۵) کسان وژل شوي او څه د پاسه څوارلس زره اته سوه څلویښت(۱۴۸۴۰) کسان په دغه وایروس ککړ شوي دي چې حکومتي چارواکو دغه شمیر تائید کړی دی .
په ټول چین کښې په کورونا وایروس د ککړو کسانو شمیر کابو شپیته زره (۶۰۰۰۰) تنه دی .
ځینې راپورونه وايي چې امریکا په چین کښې کورونا وایروس خپور کړی چې د دغه هیواد اقتصاد تباه کړي .