د کورونا وائرسو له کبله د جومات په ځاے کور کښې نمونځ کول جائز دي
(last modified Wed, 18 Mar 2020 03:07:59 GMT )
Mar 18, 2020 07:37 Asia/Kabul
  •  د کورونا وائرسو له کبله د جومات په ځاے کور کښې نمونځ کول جائز دي

په مصر کې جامعه الازهر فتوا ورکړې چې د کورونا واېرسو د مخنیوي لپاره د جُمعې لمونځ او په جوماتونو کښې د جَمعې نمونځونه لغوه کول جائز دي.

د الازهر د لویو عالمان شورا په یوه رسمي فتوا کې ویلي چې د خلقو ژوند د ژغورلو لپاره د جُمعې او په جَمعې د نورو لمنځونو نه کول جائز دي.

د دې شورا په بیان کې راغلي: " د ترلاسه شویو معلوماتو په رڼا کې چې وايي، د واېرسو اصلي ګواښ په آسانۍ او چټکۍ د هغه په خورېدو کې دے، نو دا فتوا د اسلامي شریعت له لویو اهدافو سره سمه ده چې هغه د ژوند خوندي کول او له ټولو خطرونو او زیانونو د هغه ساتل دي."

فتوا کې راغلي چې خلق دې د جمعې ورځې پر ځای د عادي ماسپښین لمونځ په کورونو او یا داسې ځایونو کې وکړي چې ګڼه ګوڼه نه وي.

د الازهر د لویو عالمانو شورا په فتوی کې راغلي، شریعت حکم کوي چې خلق باید د روغتیايي چارواکو په لارښونو او امرونو عمل وکړي چې د واېرسو مخه ونیول شي او له منځه لاړ شي.

 

ټیګونه