په ایټالیا کښې د کورونا د مړو شمیر له څلورو زرو واوښته
د سیمې او نړۍ په ۱۸۲ هیوادونو کښې په خپور شوي کورونا وایرس باندې د ککړو کسانو شمیر ۲ لکه ۵۳ زره او ۷۹۶ کسانو ته رسیدلی دی.
په ایټالیا کښې د کورونا وایرس له امله په یوه ورځ د نورو ۶۲۷ تنو د مړینې په ثبتیدو سره په دغه هیواد کښې د یادې ناروغۍ د وژلو شمیر ۴ زره او ۳۲ کسانو ته ورسید.
د ایرنا د خبر له مخې کورونا وایرس چې له چین څخه یې سرچینه اخیستې، په ډیرې چټکتیا سره د نړۍ مختلفو هیوادونو ته ورسید او کابو ټوله دنیا یې ککړه کړې ده.
د سیمې او نړۍ په ۱۸۲ هیوادونو کښې په خپور شوي کورونا وایرس باندې د ککړو کسانو شمیر ۲ لکه ۵۳ زره او ۷۹۶ کسانو ته رسیدلی دی.
په دې منځومان کښې اروپا لویه وچه په څه باندې یو لاک ککړو کسانو سره په کووډ-۱۹ نومې دغه خطرناک وایرس باندې د ککړو سیمو په سر کښې ده او ترټولو زیات خلک یې په ایټالیا کښې وژلې دي.