ملګرو ملتو په نړۍ کښې د زر تر زره ډزبندۍ غوښتنه وکړه
(last modified Thu, 26 Mar 2020 03:20:32 GMT )
Mar 26, 2020 07:50 Asia/Kabul
  • ملګرو ملتو په نړۍ کښې د زر تر زره ډزبندۍ غوښتنه وکړه

د ملګرو ملتونو مشر آنتونیو ګوټرېش په نړیوالو غږ کړے، چې کورونا واېرس په ټوله نړۍ کښې په خپرېدو دي، نو اړتیا ده چې په داسې حساس وخت کښې د جګړې ټولې خواوې ‌‌ډزبندي وکړي.

د نړيوالو سرچينو له مخې هغه زیاته کړې، چې د جګړې قربانیان په کوروناوایرسو د اخته کېدو له ګواښ سره مخ دي. د گوټرېش په وینا، د جګړو له کبله په ښکېلو هېوادونو کښې روغتیایي سیستم له منځه تللی او روغتیایي متخصصین هم د ګوتو په شمېر دي، چې په داسې حال کښې هغوي هم هره وخت له برید سره مخامخ دي.

د روغتیا د نړیوالې ادارې د شمېرونو له مخې، دمګړۍ د نړې په ۱۹۰ هېوادونو کښې درې لکه څلور دېرش زره او ۹۸۱ کسان په کورونا واېرسو اخته شوي او لږ تر لږه ۱۴۲۶۵ کسان ترې مړه شوي دي.

 

ټیګونه