ملایشیا د روهینګیا مهاجرینو کشتۍ نیولې ده
(last modified Tue, 07 Apr 2020 03:01:09 GMT )
Apr 07, 2020 07:31 Asia/Kabul
  • ملایشیا د روهینګیا مهاجرینو کشتۍ نیولې ده

د ملایشیا ساحلي ګارډ د دغه هیواد سواحلو ته څیرمه د یوې کشتۍ هغه ۲۰۲ تنه سپرلۍ نیولې دي چې ګمان کیږي د برما د روهینګیا قام مسلمانان دي.

د ملایشیا ساحلي ګارډ د دغه هیواد سواحلو ته څیرمه د یوې کشتۍ هغه ۲۰۲ تنه سپرلۍ نیولې دي چې ګمان کیږي د برما د روهینګیا قام مسلمانان دي.

د ملایشیا سمندري ادارې په یوه خبرپاڼه کښې وویل چې د روهینګیا مسلمانانو دغه کشتۍ یې وړمه ورځ د ملایشیا په لویدیځ کښې د (لانګکاوي) جزیرې په خوا کښې نیولې ده.

رپورټ زیاتوي چې په یاده کشتۍ کښې په نیول شویو کسانو کښې ۱۵۲ سړي، ۴۵ ښځې او ۵ ماشومان دي چې د ملایشیا سواحلو ته په غیرقانوني توګه د ننوتو د کوشش په وجه نیول شوي او د مهاجرت ادارې ته سپارل شوې دي.

 

ټیګونه