امریکايي ډاکټرانو د کرونا د علاج لپاره د ټرمپ د مشورې په هکله خبردارې ورکړ
(last modified Fri, 24 Apr 2020 12:15:23 GMT )
Apr 24, 2020 16:45 Asia/Kabul
  • ډونلډ ټرمپ فایل فوټو
    ډونلډ ټرمپ فایل فوټو

امریکايي ډاکټرانو د کرونا ناروغۍ د درملنې لپاره د امریکې د ولسمشر په وړاندیزو طریقو سخته نیوکه کړې ده.

ګارډین ورځپاڼې نن خبر ورکړی چې امریکايي ډاکټرانو د دغه هیواد خلکو ته خبرداری ورکړ چې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ د علاج په لړ کښې د ډونلډ ټرمپ نوي وړاندیزونه ډیر خطرناک دي.

د ویلو ده چې د امریکې ولسمشر پرون په یوه خبري غونډه کښې ویلې دي چې ضد عفوني کونکي مواد یوازې په یوه دقیقه کښې کرونا وایرس له مینځه وړي. نو یوازې یوه دقیقه هغه لاره ده چې مونږ کوې شو دغه وایرس وژونکي مواد ځان ته تزریق (انجکټ) کړو یا پرې د بدن دننه غړي (سږي) ووینځو، او دا ازمیښت به ډیر په زړه پورې وي.

د کالیفورنیا د برکلي پوهنتون استاد رابرټ رِچ په یو ټویټري پیغام کښې ولیکل: د ټرمپ خبري غونډو د خلکو ژوند او سلامتیا په خطر کښې اچولې ده.

د سپينې ماڼۍ یو پخواني چارواکي والټر شاوب هم ویلې دي: زه نه پوهیږم چې داسې یو لیونې څنګه د امریکې ترټولو ستر چارواکې کیدې شي.

ډونلډ ټرمپ هم داشان خلکو ته وړاندیز کړی چې د ناروغانو په بدن باندې (الټرا وایلټ ریز) کارول هم د کرونا اغیزناکه درملنه کیدې شي.

 

ټیګونه