په نړۍ کښې باید بشپړه اوربند اعلان شي
د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مسول جوزپ بورل په یمن ، لیبیا او افغانستان کښې ناکراریو ته په اشارې سره له کورونا ویروس سره د مقابلې لپاره د نړیوال اوربند ملاتړ وکړ .
هغه د فرانسې له څلرویشتم (۲۴) ټیلي ويژن سره په مرکه کښې وویل امریکا ، روسیه او چین په نړۍ کښې د خپل مقام د پیاوړي کولو او له کورونا ویروس سره د مقابلې په زمینه کښې د یوه (۲) بریالي هیواد د انځورو د وړاندې کولو هڅه کوي .
د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مسول جوزف بورل زیاته کړه د کورونا ناروغۍ نړیوالو اغیزونو ته په پام سره هیوادونه باید یواړخیزه تدبیرونه ختم کړي او د څو اړخیزپالنې په هکله حل لارو ته مخه کړي او د ملګروملتونو په شمول نړیوالې ادارې باید پیاوړی شي نه دا چې کمزوري شي .
هغه ډاګینه کړه باید څواړخیز پالنه له مخکې څخه زیاته پیاوړي کړو ځکه چې یواړخیزه حل لارې زیات تاوانونه رسوي .
د امریکا ولسمشر ټرمپ او نور حکومتي چارواکي چې د کورونا ویروس په مدیریت کښې د کمزورتیا په دلیل هماغه راز له پراخې نیوکې سره مخ دي ادعا کوي چې دغه ویروس د چین په ووهان ښار کښې له یوه(۱) لیبراتور څخه خپور شوی دی .
د چین حکومتي چارواکو د امریکا د ولسمشر او دنورو چارواکو دغه ادعا تل دروغ بللي ده .