قرآني زيري 15- وروستۍ برخه)
(last modified Tue, 19 May 2020 12:46:28 GMT )
May 19, 2020 17:16 Asia/Kabul
  • قرآني زيري 15- وروستۍ برخه)

ګرانو او قدرمنو دوستانو ستاسو د طاعتونو او عبادتونو د قبلېدو په هيله له قرآني زيري له وروستي مطلب سره ستاسو په خدمت کښې يوو

کېدې شي تاسو ته هم راپېښ شوي وي چې ځينې  وختونه احساس وکړئ چې له ټولې دنيا نه نااميده شوي يئ او هيڅۀ او هيڅوک مو نه شي خوشحالولې، له ځان سره فکر کوې چې کاش! داسې يوه پېښه رامنځته شي چې په ژوند کښې مې يو بدلون راولي يا حتی د يو څو شېبو لپاره مې په شونډو مسکا راوستلې شي، په داسې موقعو يوازې هغه کسچې مونږ د ژوند په اړه هيله من کولې شي د خداے پاک لخوا دا زېرے دے چې د  سورۀ زمر په ۵۳ آيت فرمائي:

« قُلْ يَا عِبَادِیَ الَّذِينَ أَسْرَفُوا عَلَى أَنْفُسِهِمْ لَا تَقْنَطُوا مِنْ رَحْمَةِ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعًا إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ ﴿۵۳-زمر﴾ «ووايه! چې زما بندګانو چې په ځانونو مو زيات ظلمونه کړي دي، د خداے له رحمته مه نااميده کيږي، ځکه چې  خداے ټول ګناهونه بخښي چې هغه مهربان بخښونکے دې.» دغه وخت بيا هم د قرآن مجيد روح خوشحالونکي آيتونه دي چې په زړونو د اميد نور شيندي.

«الَّذِينَ آمَنُواْ وَتَطْمَئِنُّ قُلُوبُهُم بِذِکْرِ اللّهِ أَلاَ بِذِکْرِ اللّهِ تَطْمَئِنُّ الْقُلُوبُ،

په تحقيق سره هغه کسان چې ايمان يې راوړے دے او زړونه يې د خداے په ذکر سره آرام مومي اګاه اوسئ چې بايد د خداے په ذکر سره زړونه آرام مومي»(28 آيت سوره رعد)

ګرانو او عزتمنو دوستانو په دې  هيلې سره چې کړې شوي مو وي د الهي مهربانۍ يو بڅرکے مو ستاسو په زړونو کښې کېښنولے وي د قرآني زيري نومې پروګرام په دې وروستۍ برخه کښې درسره غږيږوو.

د سائنس او ټېکنالوجۍ په ودې سره د بشر لپاره تازه افقونه پرانېستل شول و د هغه مخې ته د پوهې او علم کړکۍ خلاصې شوې. انسان دا خيال کوۀ چې په دغه انتها ډګر کښې په پرمختګ سره به حقيقي سوکالۍ او سعادت ته اورسيږي، خو هم دا اوس عين له مادي سوکالۍ سره سره ګډوډيو، اضطراب او ناامنۍ دغه تصور له منځه وړے دے، ځکه چې د انسان طبيعي ضرورتونو ته نۀ ځواب ورکولو د هغه تشخص ګډوډ کړے او د هغۀ باطن يې ناارامه کړے دے. ويلې شوو چې د انسان تېروتنه په دې کښې ده چې سائنس او علم ته مو د مقصد په سترګه کتلي دي حال دا چې سائنس او علم د لارې د پلي کولو لپاره يو اوزار او وسيله ده نه مقصد او هدف. انسان د پوهې او آګاهۍ په وسلې سره خداے پاک د معرفت او کمال لارې هوارولې شي او د معنويت او باطن په عالم کښې په سفر سره د سعادت او امنيت د افقونو کتونکي شوو.

داسې ښکاري چې آرامښت ته د رسېدو مسئله تردې حده مهمه چاره ده چې حتی د ايمان او ديني عقائدو يو هدف دغه مهم ته د لاسرسائۍ يو هدف بللې شوو.له دې امله وينوو چې آرامښت د ترټولو وروستي او ترټولو بشپړه آسماني دين په توګه په اسلام کښې د ترټولو جامع مفهوم په مقام کښې شتون لري. په الهي دين کښې د ايمان د روح د ارامښت او له هر ډول ويرې، اضطراب او اندېښنې څخه د خلاصون په معنا په امن کښې ريښه لري. دغه مسئله د دې حقيقت بيانونکې ده چې ايمان د روح او روان آرامښت ته د انسان له لاسرسائۍ سره نه پرې کېدونکے تعلق لري. اوس پکار دے وګوروو چې داسې کومې لارې چارې شته چې ورباندې د منګولو په لګولو سره د انسان د ژوند له آسمان څخه د اندېښنې تورې لړې ختمې شي او په مقابل کښې د ژوند د بوستان په شاخ و برګ باندې د ارامښت او سوکالۍ وږمې ولګي.

قدرمنو روژتيانو اوس په دې مياشت کښې له بل هر وخت نه زيات مو دا تجربه حاصله کړې ده چې د خداے ذکر او ياد او د خداے له لايزال ځواک سره تعلق پېدا کول د ننني انسان د دردونو او مصيبتونو د علاج لپاره ډېره مناسبه لاره ده. خداے پاک چې خپله د هستۍ د نړۍ او کائناتو خالق دے او په خپل بې پايانه علم سره د نړۍ او انسان په ناپائدارو رازونو او ضرورتونو باندې اګاهي لري، انسان ته زېرے ورکوي چې يوازې دهغه ذکر او ياد دے چې زړونو ته آرامښت ورکوي. له دې امله چې د هستۍ په نړۍکښې د خداے قوت په ټولو قوتونو برلاسے دے انسان د دغه بې مثاله قوت په پناه کښې په راتللو سره د اطمينان او امنيت سرچينې ته رسيږي. په داسې صورت کښې هغه د اندېښنې او ناکامۍ له ويجاړونکي طوفان څخه د ارامښت غاړې ته رسيږي. د اسلام قدرمن پېغمبر (ص) په يو مبارک حديث کښې فرمائي:

« هرډله چې راغونډه شي او په هغه غونډه کښې خداے پاک ياد کړي د آسمان فرښتې پرې نازليږي او د رحمت په څادر يې پټوي او ورباندې آرامښت نازلوي.»

په زړۀ کښې او ژبه باندې يا د نمانځۀ په شان عبادتونو په قالب کښې د خداے ذکر او ياد انسان د خداے عظمت او قدرت او د هغه بې پايانه نعمتونو ته متوج کوي.که څه هم کله کله انسان د غفلت يا د بدو کارونو له امله د حق د رحمت له سمندره لرې کيږي، خو مهربان او رئوف خداے هيڅکله دا جدائي نه خوښوي. په همدې وجه په بندګانو باندې د خپلې مينې څادر غوړوي او هغوي له ځان سره روغې  جوړې او مينې ته رابولي.

خداے پاک په قرآن مجيد کښې وعده کړې ده چې: « له ما سوال وکړئ چې قبول يې کړم.» د خداے د ياد او ذکر وړومبنۍ فائده دا ده چې هغه هم په بدله کښې انسان يادوي او د ژوند په سختو او ګرانو پېښو کښې انسان يوازې نه پرېږدي.

پکار دے پاملرنه اوشي چې د خداے پاک له ياد نه مراد يوازې په ژبه ذکر نه دے. هر نېک کار او عمل د خداے د ياد او ذکر مصداق کېدې شي. کله کله انسان  ته خطاګانو ته د نزدې کېدوپه وخت خداے راياديږي. خداے ته د دغې توجه له امله انسان ته خبردارے ورکړے کيږي او په هوښيارۍ او بصيرت ځان له هلاکته ژغوري. اسلامي متفکر شهيد استاد مطهري وائي: :« د خداے ياد او ذکر، زړۀ ته صفا وربخښي او الهي تجلياتو ته يې چمتو کوي. انسان چې هره اندازه خداے يادوي نو کمه ګناه کوي. معصيت او ګناه د انسان د غفلت معلول دے.»

امام علي (ع) فرمائي: «پوه شئ هغه څوک چې د دنيا او آخرت د ملکوت خزانې يې په اختيار کښې دي، تا ته اجازه درکړې ده.(چې د هغه په درګاه کښې) دعا وکړې او د دغو خزانو کنجي يې په لاسو کښې دي. نو هر وخت چې غواړې د دعا په وسيلې سره د دغو خزانو ورونه خلاصولې شې.»

هم هغه ډول چې مو وويل، انسان د روحاني ارامښت د حاصلولو او له اضطراب څخه د خلاصون لپاره د ځان لپاره د مادي سوکالۍ وسائل برابر کړي دي. خو هرڅومره چې زيات کوشش کوي نو ورته يې لاسرسائي نه کيږي. بې له شکه مادي وسائل د ژوند لپاره لازمي دي، خو دا هغه وخت خوشحالونکي دي چې د ژوند هدف او مقصد ونه ګرځي او د خداے او انسان ترمېنځ بېلتون رانه ولي. ارواښاد علامه طباطبائي ليکي:

« چا چې خداے هېر کړۀ او د هغه له ذکر او ياد څخه يې لاس واخېست نو بې له دې څه چاره نه لري په دنيا منګولې ښځې کړي او هغه خپل يوازېنے مطلوب او محبوب وګرځوي. په نتيجه کښې په مادي ژوند او له هغه څخه په ګټې اوچتولو لاس پورکوي. له بلې خوا د ژوند وسائل که کم وي او که زيات د انسان روحاني او نفسياتي ضرورت ځواب ويونکي نه دي. ځکه چې هغه اندازه چې يې ترلاسه کړي دي هغه نه راضي کوي او له هغه اندازې نه د زيات ترلاسه کولو کوشش کوي. دغه زيات طلبي د اودرېدو حد نه لري. په نتيجه کښې داسې کس تل په اضطراب او ډيپرېشن کښې وي.»

خداے پاک سره تعلق انسان ته د زړۀ قوت او ځواک ورکوي تر دې چې هغه له مشکلاتو سره د مقابلې قوت مومي او د ناخوالو په وړاندې د امن په پناه ځاے تکيه کوي. دا چاره د انسان لپاره داسې زړۀ راکښونکي ده چې غواړي له خداے پاک سره زيات وخت مينه ولري. ورو ورو خداے پاک ته توجه هغه له دنيوي وابستګيو او زړۀ تړنې څخه لرې کوي. له خداے سره د دوستۍ او مينې په مېدان کښې الوت کوي او اوج ته رسيږي. دا يو حقيقت دے چې نن سبا لويديځو سائنسدانانو او نفسيات پېژاندو هم دې ته مخه کړې ده.امريکائي نفسيات پېژاندے ويليم جيمز وائي: : « هر څومره چې وخت تيريږي په دې پوهېږم چې له خداے نه بغېر ژوند نه شم تېرولې.»

د پېنسيلوانيا پوهنتون متخصص ډاکټر پول ارنېسټ هم ليکي:

«د مريض د شفاء ترټولو غوره عامل وېټامنونه، درملونه، معدنيات او  جراحي وغيره نه دي. بلکه اميد او ايمان دے. زۀ په دې ټکي پوه شوے يم چې له دې نه پس پکار دے بيمار بدن په طبي او جراحي  وغيره وسائلو سره او روح يې په خداے باندې د هغه د ايمان په تقويتولو سره معالجه شي..»

-----------

 

ټیګونه