ټولو مسلمانانو ته د نیکمرغه کوچني اختر مبارکي وایو
May 24, 2020 05:48 Asia/Kabul
د یوې میاشتې له روژې او عبادتونو وروسته نن په ډیرو اسلامي هیوادونو کښې نن اختر دی.
مونږ د تهران راډیو کارکونکي د دنیا ټولو مسلمانانو په تیره بیا خپلو قدرمنو اوریدونکو او مینه والو ته د نیکمرغه کوچني اختر مبارکي وایو او هیله لرو چې د دې نیکمرغه ورځې په برکت ټوله دنیا په تیره بیا زمونږ ګران افغانستان او پاکستان له ترهګرۍ او جنګ جګړو پاک شي او هم داشان په ټولې نړۍ کښې امن و امان راشي او د کرونا وایرس د وبا هم ختمه شي.
د ویلو ده چې نن د ایران په شمول په ډیرو اسلامي هیوادونو کښې د شوال د میاشتې اوله نیټه یعنې د کوچني اختر ورځ ده.