ملګري ملتونه دې د یمن د مظلومو ښځو او ماشومانو د خوندیتوب په فکر کښې شي
(last modified Sun, 19 Jul 2020 01:01:38 GMT )
Jul 19, 2020 05:31 Asia/Kabul
  • ملګري ملتونه دې د یمن د مظلومو ښځو او ماشومانو د خوندیتوب په فکر کښې شي

د ایران د عدلیې د وزیر د بشري حقوقو د چارو مرستیال او د ماشومانو د حقوقو د کنونشن د ملي مرجع منشي د یمن د مظلومو ښځواو ماشومنو د ساتنې او خوندیتوب لپاره د ملګرو ملګرو له خوا د یوې چارې لټونې په ضرورت باندې ټینګار وکړ.

د ملګرو ملتو له خوا د ماشومانو د حقوقو د چخڼي کونکو له تور لیسټه د عربستان د نوم له وتنې کابو د یوې میاشتې په تیریدو سره سعودي جنګي الوتکو پرون په یو بل جنایت کښې د یمن په الجوف ولایت کښې د واده په مراسمو باندې حمله وکړه چې له امله یې څه دپاسه ۲۵ تنه بیګناه ښځې او ماشومان ووژل شول.

محمود عباسي پرون د سعودیانو د دغه جنایت په غبرګون کښې څرګنده کړه: د ملګرو ملتو سرمنشي باید د کرونا د وبا په دې سختو حالاتو کښې د بشر دوستانه حقوقو د نړیوالو اصولو او د ۲۵۳۲ پریکړه لیک د څرګندې خلاف ورزۍ خلاف چې هره ورځ په یمن، شام، عراق او افغانستان کښې خلک په خاورو او وینو کښې لغړوي، د یوې تابیا فکر وکړي.

عباسي زیاته کړه چې په ۲۵۳۲ پریکړه لیک کښې د کرونا د روانې وبا په شپو ورځو کښې د دښمنۍ په فوري او عمومي بندولو ټینګار شوی خو په خواشینۍ سره په بیګناه ښځو او ماشومانو باندې د سعودي حکومت بې رحمانه حملې لاهم روانې دي او د هغو د بندولو لپاره تراوسه د ملګرو ملتو د سرمنشي یا د دغه سازمان د سفیرانو او نمایندګانو له خوا هیڅ کار نه دی شوې.

 

ټیګونه