د ترهه ګرۍ د ملاتړو له لېسټه د سوډان د نوم د لرې کولو په سر د خرطوم – واشنګټن معامله
(last modified Sun, 27 Sep 2020 12:02:23 GMT )
Sep 27, 2020 16:32 Asia/Kabul
  • د ترهه ګرۍ د ملاتړو له لېسټه د سوډان د نوم د لرې کولو په سر د خرطوم – واشنګټن معامله

امريکې په دې وروستيو مياشتو کښې له صهيونېسټ رژيم سره د تعلقاتو ټينګولو ته د عربو هېوادونو په خاصه توګه د سوډان د هڅولو لپاره خپلې هلې ځلې زياتې کړې دي.

. په دې لړ کشې تر اوسه متحده عرب اماراتو او بحرېن له صهيونېسټ رژيم سره د ملګرتيا موافقه ليکونه لاسليک کړي دي، سوډان يو بل عربي هېواد دے چې د امريکې چارواکي د موافقه ليک د لاسليکولو او د صهيونېسټ رژيم په رسميت پېژندلو لپاره يې د چارواکو د توافق د حاصلولو کوشش کوي.

تر اوسه د دغه هېواد او امريکې او د اماراتو په شان د مېنځګړو هېوادونو د چارواکو ترمېنځ زيات څرګندې او پټې خبرې اترې شوې دي، په دې لړ کښې د سوډان وزيراعظم عبدا... حمدوک وويل، هېواد يې نه غواړي د ترهه ګرۍ د ملاتړو هېوادونو له امريکائي لېسټ څخه چې بهرنۍ پانګونې ته د سوډان د اقتصادي لاس رسائۍ خنډ شوے دے د خپل نوم وتل له صهيونېسټ رژيم سره د تعلقاتو له ټينګولو سره وتړي.

د سوډان د مخکښيني ولسمشر عمرالبشير له څنګته کېدو او په دغه هېواد کښې د انتقالي حکومت په اقتدار کښې له راتلو څخه د څو مياشتو په تېرېدو سره په دغه هېواد کښې اقتصادي، مشکلات، فقر، بې روزګاري، ناامني او سياسي اختلافات دوام لري، د ملګرو ملتو د شمېرنو له مخې لس ميلين سوډانيان له ناوړه خوړو سره مخامخ دي و په دغه هېواد کښې د ګرانۍ اندازه هم له يو سل دېرش فيصدو نه اوړېدلې ده. د کورونا بيمارۍ خپرېدلاو د ناامنيو دوام هم حالات لا سخت کړي دي. دغو حالاتو د انتقالي حکومت له کارکردګۍ څخه د خلقو ناراضګۍ زياتې کړې دي او دا چاره د دې سبب شوې ده چې سوډاني چارواکي د ترهه ګرۍ د ملاتړو هېوادونو له لېسټ څخه د سوډان د نوم د لرې کولو او د واشنګټن د مرستو د حاصلولو لپاره کوشش وکړي، په دې لړ کښې تر اوسه د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمېنځ څو ځل خبرې اترې شوې دي، لکه تېره مياشت د امريکې خارجه وزير مائک پومپئو سوډان ته سفر وکړ خو تر اوسه يې د سوډان لپاره صلاح مشورو څه نتيجه نه ده لرلې. واشنګتن د القاعدې د حملو د قربانيانو  کورنيو ته د درې سوه دېرش ميلين ډالرو د ادا کولو غوښتنه کوي.

امريکې په 1993 کال کښې او د سوډان د هغه وخت د ولسمشر عمرالبشير د حکومت په دوران کښې دغه هېواد د ترهه ګرۍ د ملاتړو هېوادونو په لسېټ کښې شامل کړ چې په نتيجه کښې يې سوډان د پېسو د نړيوال صندوق او نړيوال بېنک له مالي مرستو او پورونو اخېستلو څخه بې برخې شوے دے.

د واشنګټن چارواکو اوس هم له اسرائيلو سره د عربو هېوادونو د تعلقاتو له ټينګولو سره د سوډان يوځاے کېدل له دغه هېواد سره د ملګرتيا شرط ټاکلے دے.

د سوډان چارواکي هم کوشش کوي چې د رامنځته شوي فرصت څخه له امريکې نه له زيات نه زيات امتياز حاصل کړي. په حقيقت کښې له اسرائيلو سره د عربو هېوادونو د تعلقاتو ټينګولو سوډان ته يو فرصت په لاس ورکړے دے چې د واشنګټن له سياستونو سره د ملګرتيا لپاره يو لړ شرطونه وټاکي. د خپرو شويو رپوټونو له مخې خرطوم له صهيونېسټ رژيم سره د تعلقاتو د ټينګولو لپاره درې شرطونه امريکنيانو ته وړاندې کړي دي، په دغو دريو شرطونو کښې د يو اشاريه دوه ميليارډ ډالرو په ارزښت د سوډان د ضرورت وړ غنمو او سونګو پوره کول، د خرطوم د اقتصادو د مضبوطولو لپاره د دوه ميليارډ ډالري پوره ورکول او په راتلونکو دريو کلونو کښې د امريکې لخوا له خرطوم څخه د مالي ملاتړ ضمانت ورکول دي.

سوډان له بيان شويو دريو شرطونو نه علاوه د ترهه ګرۍ د ملاتړ هېوادونو له لېسټ څخه د دغه هېواد د نوم لرې کولو ته د امريکې د راضي کولو کوشش کوي، د سوډان حکومت په تېرو څو مياشتو کښې هم په دې لړ کښې څو اقدامات ترسره کړي دي ، له دغو اقداماتو څخه له اسرائيلي وزيراعظم نتنياهو سره د حمدوک ليدنه وه چې په دغه کتنه کښې چې وروسته پرې د سوډان کورنۍ ټولنې لخوا سختې نيوکې اوشوې حمدوک د دغه هېواد له فضاء څخه د اسرائيلو د الوتکو ته د تېردېدو اجازه ورکړه.

په تېرو څو هفتو کښې که څه هم د امريکې ، سوډان او د عربو هېوادونو د او اسرائيلو د ځينو چارواکو ترمېنخ خبرې اترې شوې دي خو د تعلقاتو ټينګول د سوډان د زياترو کورنيو ګوندونو لپاره هم هغه شان سره کرښه ده.

له بلې خوا په خپلو ژمنو د پابند پاتې کېدو لپاره د امريکې لخوا هيڅ ضمانت موجود نه دے.امريکې په تېره بيا په تېرو څلورو کلونو کښې د يو اړخيز پالو سياستونو په اجرا سره نه يوازې زياتره نړيوال موافقه ليکونه فسخ کړي او له زياترو معاهدو او موافقو وتلې ده بلکه په خپلو مخکښېنيو ژمنو هم پابنده نه ده او د سوډان چارواکو ته د وعدې ورکولوپه باره کښې هم له سوډان سره د امريکې د ملګرتيا له دغه هېواد سره د مرستې هيڅ ضمانت نشته بلکه دا د امريکې په راتلونکو انتخاباتو کښې د رايو د حاصلولو لپاره د ټرمپ لخوا يوه بله ننداره ګڼلې شوو.

--------

 

ټیګونه