ورځپاڼو ته کتنه ۲-۱۰-۹۹
(last modified Tue, 22 Dec 2020 07:54:22 GMT )
Dec 22, 2020 12:24 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه ۲-۱۰-۹۹

ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې يوو له هر څه مخکې به د تهران چاپ ځينو ورځپاڼو ځينو مهمو خبرونو ته ستاسو پام راوګرځوو

جمهوري اسلامي ورځپاڼې د ايران د اسلامي جمهوريت د ولسمشر له قوله وليکل: جمهوريت، انتخابات او د خلقو رائې د اسلامي جمهوري نظام د ساتنې بنيادونه دي.

ولسمشر حسن روحاني پرون د اساسي قانون د تصويب د بهير په بيانولو سره  په  اسلامي جمهوريت باندې د امام خميني (رح) د تاکيد موضوع ته اشاره وکړه او وې ويل: د اسلامي جمهوريت د حکومت بنياد د خلقو رائې دي.

ډاکټر حسن روحاني په دې باندې په تاکيد سره چې د ايران د اسلامي جمهوريت اساسي قانون د نړۍ په سطح د پام وړ دے او وياړ پرې کېدې شي واضحه کړه، د ايران په اساسي قانون کښې په تېره بيا د ملت له حقوقو سره متعلقه برخو کښې روښانه او ماډرن قوانين او اصول راغلي دي چې په دنيا کښې يو ماډرن اساسي قانون به توګه وړاندې کېدې شي.

--------

د تهران چاپ رسالت ورځپاڼې وليکل: د ایران د بهرنیو چارو وزیر له ۲۰۱۴ نه تر ۲۰۱۹ کلونو ترمینځ د ایران او اروپا ترمینځ د تجارت مخینې ته اشاره وکړه او وې ویل: د ایټمي موافقې دریو اروپايي غړو هیوادونو د خپلو برجامي ژمنو سخته خلاف ورزي کړې ده. محمد جواد ظریف په خپل ټویټر باندې د یو پیغام په خپرولو سره په برجام کښې د پاتې غړو د خارجه وزیرانو په غونډې کښې پر څو موضوعاتو د ټینګار خبر ورکړ.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په خپل ټویټري پیغام کښې د چین، روسیې، جرمني، فرانسې او بریطانیې له خارجه وزیرانو سره په خپلې غونډې کښې مطرح شوي موارد داسې بیان کړل: ۱، د ایټمي موافقې د ژغورنې لپاره د دریو اروپايي غړو هیوادونو وروستی مهلت، ۲، له ۲۰۱۴ نه تر ۲۰۱۹ کاله پورې د ایران او اروپايي اتحادیې د سوداګري راکړو ورکړو ډیټا ثابتوي چې دریو اروپايي هیوادونو خپلې برجامي ژمنې ماتې کړې دي، ۳، درې اروپايي هیوادونه ایرانیانو ته په نه تلافي کیدونکي تاوان رسولو کښې شریک دي.

--------

د تهران يوې بلې اطلاعات ورځپاڼې د چين د خارجه وزير په نقل سره وليکل: امریکه دې سمدستي ایټمي موافقې ته راستنه شي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر پرون د ایټمي موافقې د غړو هیوادونو د خارجه وزیرانو په غونډه کښې امریکې ته سپارښتنه وکړه چې بې له هیڅ ډول وارمخکښي شرطه دې دغې موافقې ته راستنه شي.

ورځپاڼې د ايران د سيستان او بلوچستان صوبې د بندرونو او سمندري چارو عمومي مدير له قوله وليکل: پاکستان د خپل ضرورت او ګټوپه بنياد بې له څه محدوديته په چابهار بندر کښې فعاليت او پانګونه کولې شي.

بهروز آقائي پرون په ايران کښې د پاکستان له سفير رحيم حيات قرېشي سره په کتنه کښې وويل: بندر چابهار په سيمه کښې د بندرونو ګنډونکے دے او د هېوادونو د رشتې او له يو بل سره د ملګرتياو پراختيا او ژورتيا د دغه بندر يوه دنده ګڼل کيږي.

-------

اوس به د پاکستان چاپ ورځپاڼو ته لاس کړوو، چې په سر کښې جنګ ورځپاڼه رااخلو دغې ورځپاڼې په خپله شه سرخۍ کښې ليکلي دي، د پاکستان د دوه اشاريه دوه اويا کربه روپو پور ورکړه وځنډولې شوه، پاکستان له جي شل ډلې هېوادونو سره د معاهدې له مخې د پوره د  ورکړې په ځنډېدو سره به د دغه هېواد لکونوښاريزو ژوند او روزګار ته تحفظ ملاو شي.

ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وليکل، په برطانيه کښې نوې کورونا بې قابو شوې ده د پاکستان په شمول په لسګونو هېوادونو له برطانيې سره سفري بنديزونه ولګول. په لندن کښې حالات ګډوډ شوي او خلق له دغه ښاره په تېښته مجبور شوي دي.

ورځپاڼې د پاکستان د خارجه وزير له قوله وليکل: متحده عرب اماراتو ته مو صفا ويلي دي چې هيڅله به اسرائيل په رسميت ونه پېژنوو.

د پاکستان پېښور چاپ مشرق ورځپاڼې بيا د دغه هېواد د کورنيو چارو د وزير په حوالې سره وليکل: د مولانا فضل الرحمان په شمول د شلو سياستدانانو ژوند ته خطر رامنځته شوے دے.

شېخ رشيد وويل، فضل الرحمان او نورو سياسي مشرانو ته په دې اړه خبردارے ورکړے شوے دے، هغه زياته کړه هند په پاکستان کښې ګډوډې رامنځته کول غواړي او که هند د پاکستان په پولو د حملې کوشش وکړ نو دا به له هند سره آخري جنګ  وي.

----------

د اسلام آباد چاپ دنيا ورځپاڼې وليکل، د پاکستان د فوځ مشر قوماندان جنرل قمر جاويد باجوه په اسلام آباد کښې د چين له سفير سره کتنه او خبرې اترې وکړې، په دغه کتنه کښې د سي پېک او د دواړو هېوادونو د تعلقاتو په اړه خبرې اترې او نظر تبادله وکړه. په دغه کتنه کښې د چين سفير په سيمه کښې د امن و امان لپاره د پاکستان د هلو ځلو ستائنه وکړه.

ورځپاڼې همدارنګ د پاکستان د جمعيت علماء اسلام د بلوچستان صوبې د مشر مولانا شيراني له قوله وليکل، د دغه ګوند مشر فضل الرحمان چې په نورو د سلېکټ شوي تورونه لګوي په خپله سلېکېټ شوے دے، هغه وويل د ګوند د موروثي جاګير جوړېدو اجازه به ورنکړې شي، هغه د خپل ګوند مشر مولانا فضل الرحمان باندې په سختې نيوکې سره زياته کړه مولانا تل دورغ ويلي دي او پي ډي اېم يې هم د خپلو مفادو لپاره جوړ کړے دے او له دې لارې غواړې له اسټبلشمنټ سره ساز باز کول غواړي.

----------

او دا هم د کابل چاپ ورځپاڼې:

کابل چاپ ورځپاڼو په نننيو ګڼو کښې تر ډېره د نا امنیو زیاتېدو او د حکومت له لوري د اطلاعاتو د محدولو په تړاو لیکنې او تبصرې خپرې کړي دي.

ويسا ورځپاڼې په افغانستان کې د چاودنو، غلاوو، هدفي وژنو زیاتېدو ته په اشارې لیکلي چې دغو بریدونو د خلکو روحي حالت ته سخت زیانمن کړی او اکثره افغانان فکر کوي چې ځان او مال یې په دوامداره توګه د یو نامعلوم دښمن لخوا ګواښل کېږي.

ورځپاڼې اندېښنه ښودلې، چې د اوسنیو وژنو او چاودنو یو خصوصیت دا دی چې څوک یې مسئولیت په غاړه نه اخلي او تر اخره ګونګ پاتې کېږي.

لیکوال ټینګار کړی، چې همدغه ګونګوالي د عامو خلکو ذهني حالت ډېر خراب کړی، ځکه په وینا یې هېڅ وړاندوینه نشي کېدای چې پېښه به چېرته کېږي او هدف به یې څوک وي.

--------

افغانستان ورځپاڼې بيا د دغه هېواد د سولې په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وروستیو څرګندونو ته اشاره کړې چې، د هند د تحرکاتو له امله د سولې پروسې د زیانمنیدو خبره یې کړې ده.

د ورځپاڼې په وینا افغانستان تل د نورو هېوادونو د ګټو قرباني شوی او هره ورځ یې بیه پري کوي.

------

صبح کابل ورځپاڼې پر حکومت نیوکه کړې، چې په افغانستان کې د سانسور او د اطلاعاتو د محدودولو په هڅه کې دی.

ورځپاڼې د ولایتونو د ویاندویانو په خبرو بندیز د قانون خلاف عمل یاد کړی لیکلي، چې والیان د ویاندویانو دنده نه شي ترسره کولی او په ډېرو حالاتو کې والیانو ته د خبریالانو لاسرسی ناشونی یا ډېر ستونزمن وي.

ورځپاڼې ادعا کړې، چې د افغانستان حکومت د دي لپاره چې اطلاعاتو ته د رسولو لپاره د خبریالانو لاسونه را لنډ کړي ډېرې لارې ازمویلي چې دا وروستی اقدام یې هم یوه ښکاره بېلګه ده.

د لیکوال په وینا حکومتي چارواکي تر ډېره هڅه کوي چې اطلاعات په خپل وخت د رسنیو په واک کې ورنه کړي، چې له دې امله تر ډېره مسایل زړېږي او مخاطب لپاره موضوع خپل ارزښت له لاسه ورکوي.

--------

 

ټیګونه