د ایران په ضد لګول شوي بندیزونه دې لغوه شي
د اروپائي اتحادئې دبهرني سیاست د کمیشن ویندوي په دوام کې په دې خبرې په ټينګار سره چې نړیوالې ایټمي موافقه هماغه راز ژوندۍ ده ، وئيلي دي دا امریکا ده چې جامعه نړیواله ایټمي موافقه ئې پریښودلې اوپرې ئې سترګې پټې کړي دي او ایران او نور غړي هماغه شان د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې غړي دي .
فارس خبري آژانس راپور ورکړ د اروپائي اتحادئې د بهرني سیاست د کمیشن ویندوي پيټر سټیّنو د سعودي عربستان له العربیه ټيلیویژني چینل سره په خبرو کې په دې په ټينګار سره چې د اروپائي اتحادئې لومړنی لومړیتوب جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته د امریکا بیرته ستنول دي ، روښانه کړې ده ، له ایران سره اختلافات باید د خبرواترو له لارې حل شي .
سټینو په دغې مرکې کې له نړیوالې ایټمي موافقې دامریکا غیر قانوني وتلو او د ایران د ژمنو کمولو ګامونو ته په اشارې سره هم زیاته کړې ده ، که امریکابیرته نړیوالې ایټمي موافقې ته ستنه شي ، نو د ایران د پورته شوو ګامونو دموضوع پشمول ډير مشکلات به حل شي .
د اروپائي اتحادئې دبهرني سیاست د کمیشن ویندوي په دوام کې په دې خبرې په ټينګار سره چې نړیوالې ایټمي موافقه هماغه راز ژوندۍ ده ، وئيلي دي دا امریکا ده چې جامعه نړیواله ایټمي موافقه ئې پریښودلې اوپرې ئې سترګې پټې کړي دي او ایران او نور غړي هماغه شان د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې غړي دي . هغه د ایران په ضد د امریکا غیر قانوني بندیزونو ته هم اشاره وکړه او وې وئيل اروپائي اتحادیه دایران د بندیزونو دختمولو جدي غوښتنه کوي .