په سویس کې د اسلام په ضد په اقداماتو د اندیښنو زیاتیدا
په هغې ټول پوښتنې کې چې د مارچ په اوه مه نیټه ترسره شوي ، د سویس خلکو په عمومي ځایونو کې له برُقعې یا سکارف څخه داستفادې دمنع کیدا قانون ته راي ورکړې ده .
په وروستیو کلونو کې په لویدیځ په تیره بیا په اروپا کې د اسلام په ضد د ا قداماتو پراختیا،د ډيرو بدلونونو او غبرګونونو لامل شوې ده . په دې زمینې کې تر ټولو روستی اقدام په سویس کې د برقعې یا حجاب د منع کولو په اړه د ټول پوښتنې ترسره کول دي چې د اسلامی ټولنو له منفي غبرګون سره مخامخ شوي دي .
په سویس کې اسلامی تنظیمونو د مسلمانانولپاره د تورې ورځې په اعلانولو سره،د بُرقعې یا حجاب څخه داستفادې ممنوعیّت یو ډل د میرمنو په ضد توپیر بللی دی .د سویس ډیرو مسلمانو میرمنو هم دغه ټول پوښتنه محکومه کړې او ټينګار ئې کړی دی،د دوي لپاره د بُرقعې یا سکارف اچول یوازې کومه شخصي فیصله نه ده او نه هم نړۍته د آوزار لپاره کوم سمبولیک اقدام دی .
د سویس د مسلمانو میرمنو ډلې ویندوئې میرمن اینس الشیخ د سکارف یا برُقعې په باب د ټول پوښتنې په اړه وئيلي دي،ددغه قانون متن پر چټیوالي سربیره،توپيرناک او توکمیز هم دی .
په هغې ټول پوښتنې کې چې د مارچ په اوه مه نیټه ترسره شوي ، د سویس خلکو په عمومي ځایونو کې له برُقعې یا سکارف څخه داستفادې دمنع کیدا قانون ته راي ورکړې ده . ددغې ټولپوښتنې یا ریفرینډم د نتیجو په اساس ، د سکارف منع کیدا ته دوه پنځوس فی صدي ګډون کونکو مثبته او اته څلویښت فی صدو نورو هم منفي رایه ورکړې ده . دغه ممنوعیّت په دې معنا دی چې هیڅ یوه میرمن نور په عامو ځایونو کې په بشپړ ډول خپل مخ نشي پټَوَلی . د ټول پوښتنې وړاندیز د سویس د پيپلز پوپولیسټ زوړ پال ګوند(ایس وي پي) مطرح کړی ؤ ، هغه ګوند چې یوه لسیزه مخکې په دغه هیواد کې د جوماتونو د منارو د جوړولو د ممنوعیّت مسئول هم ؤ .
ددغه زوړ پال ګوند په ووړاندیز کې په شفاف ډول د برُقعې یا سکارف نامه نه ده اخستل شوي ،خو مشخصه وه چې هدف ئې مسلمانې میرمنې دي . د ؛ ریډیکل اسلام مخه ونیسئ ؛ او د افراط پالنې خنډ شئ ؛ په عنوان سره د دغې ټولپوښتنې پوسټرونه ، د سویس په ښارونو کې په تور نقاب سره د یوې ښځې په عکس سره نصب شوي دي . په مقابل کې ، ددغې ټول پوښتنې مخالفانو پخپلو پوسټرو کې لیکلي وو ؛ پوچ ، چټي ، بې ګټې او دبرُقعې په ضد له اسلامه ویرونکي قانون ته نه ؛ ....
د سویس حکومت له دغه اقدام سره مخالف ؤ،خو هغه دلیل چې په دې زمینې کې ئې راوړی،د انساني حقوقو او اساسی آزادیو دخلاف ورزۍ نه،بلکې په حقیقت کې په ګټه ؤ . حکومت وائي ، دا د سویس کوم اساسی مشکل نه دی ، او ټوریزم ته تاوان رسولی شي .
په سویس کې د برُقعې یا سکارف ممنوعیّت په حقیقت کې له اسلامی مظاهرو سره دمقابلې او داروپا په لوئې وچې کې د اوسیدونکو مسلمانانو په ضد ددباؤ د زیاتولو په لړ کې په اروپا کې له اسلام سره د مقابله کونکو له خوا یو بل ګام حسابیږي .
له دې مخکې هم د آسټریا ، هالنډ ، بیلجیّم ، جرمني ، بلغاریا او فرانسې په څیر په ځینو اروپائي هیوادونو کې له برقعې یا سکارف څخه استفاده منع شوي وه . فرانسې چې له اسلام سره دمقابلې اقدامات پکې ډير زیات شوي دي ، لومړنی اروپائي هیواد ؤ چې په ۲۰۱۱کال کې ئې په عمومي ځایونو کې د مخ دپټَوَلو دممنوعیّت قانون تصویب کړی دی . په عین حال کې د اروپا دبشري حقوقو عدالت په ۲۰۱۴کال کې دغه قانون رد کړی ، ځکه چې دا ئې د مذهبونو د پوښښ د آزادۍ په خلاف بللی دی . په تیرو څو کلونو کې په فرانسې کې په سلګونو مسلمانې میرمنې ددغه قانون دخلاف ورزۍ په خاطر نیول شوي او جرمانه شوي دي . په حقیقت کې اوس په لویدیځي هیوادونو کې مسلمانان د له ډول ډول تاؤتریخوالو او کړاؤنو او له اسلام سره دمقابله کونکو اقداماتو سره مخامخ دي .دغه اقدامات د لویدیځي رسندویو له خوا، له اسلامه د ویرولو دښکارندې د پراختیا او هم له مسلمانانو څخه د ویرې او وحشت درامینځةکولو ترڅنګ ، د بشري حقوقو او آزادۍ په دغو مدعي هیوادونو کې د اسلام په ضد دمنفي فضا د رامینځةکولو او په مسلمانانو کې ویرې او وحشت د پیداکولو لامل شوي دي .