یو شمير اروپایي هیوادونو د کرونا ضد استرازینکا په واکسن پابندۍ ولګاوه
Mar 12, 2021 16:36 Asia/Kabul
ډنمارک او ناروې د برتانیې د اکسفورډ پوهنتون له خوا د کرونا ویروس پر ضد جوړ شوی واکسن استرازینکا باندې پابندۍ ولګولې.
ډنمارکي چارواکي وایي چي د ځینو جدي جانبي عوارضو د لرلو له کبلهیې د دغه واکسین د ورکولو بهیر درولی دی.
راپورونه وايي چې په ډنمارک کې یو تن وروسته له دې مړ شوی چې یاد واکسنیې لګولی دی.
ویل شوي چې دغه واکسن د ځینو کسانو په وینه کې غوټې پیدا کړي، خو دا لا څرګنده نهده چې څو کسانو ته دا ستونزه پېښه شوې ده.
د ډنمارک د روغتیا وزیر په یوه ټویت کې لیکلي چې په دې اړه وروستۍ پرېکړه اوس ممکنه نهده او نورو څېړنو ته اړتیا ده.
له ډنمارکه وروسته ناروې وویل چې د نویو کلینیکي نتیجو تر څرګندېدو پورې د استرازینکا واکسین ورکړه دروي.